افغانستان

د کابل ګارنیزیون د عبدالله عبدالله په غږ راټولېدونکو لاریونوالو ته خبرداری ورکړی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۸ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د کابل ګارنیزیون د ثبات او همپالنې د ټیم د مشر «عبدالله عبدالله» په غوښتنه راټولېدونکو لاریونوالو ته خبرداری ورکړی، چې د لاریون لمن دې له چمن حضوري ها خوا نه پراخوي.

د ګارنیزیون له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ټول باید خپلې غوښتنې د اساسي قانون له حکم سره سم په سوله ییز ډول واوروي او د لارو په بندولو د کابل ښاریانو ته ستونزې زیاتې نکړي.

ګارنیزیون ددې ترڅنګ د لاریون له تنظیم کوونکو غوښتي، چې له چمن حضوري پرته دې نورو ساحو ته له تګ ډډه وکړي او د لاریون په مهال دې وسله له ځانه سره نه لېږدوي.

د ګارنیزیون د خبرداري په غبرګون کې د عبدالله عبدالله ټيم ویلي، چې دوی ۴۸ ساعته وړاندې امنیتي ځواکونو ته د لاریونونو په اړه مالومات ورکړي؛ نو ځکه هیله لري، چې هغوی د بې پرېتوب په ساتلو خپله دنده سرته ورسوي.

په ورته وخت کې د لاریونونو د وېرې له امله د کابل ښار ځیني لارې د امنیتي ځواکونو له لوري تړل شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

سګ برادر شغال هست، دواړه ع او غ دواړه سرتیټی غلامان او د جان کیری فاحشی دی یعنی غنی او عبدالله دوه بنی دی د خولی جنګ به کوی مګر لاس اچونه ته یی نوی میړه ( ترمپ یا پمپو ) نه پریږدی کیدی شی د ملی یا ګډ حکومت دوره بنځه کاله نوره وغچوی او لا دواړه د طالب مجاهدینو رحم ته پریږدی چه د نجیب برخه لیک سره یی مخ کړی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x