ويسټ انډيز افغانستان ته د ۹ ويکټو په توپير ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۸ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د افغانستان او ويسټ انډيز لوبډلو ترمنځ ټيسټ لوبه کې ويسټ انډيز د ۹ ويکټو په توپير بريا خپله کړه.

په ياده لوبه کې يوازينۍ سليزه د ويسټ انډيز لوبغاړي شمرا برووکز ووهله، دغه راز رکيم کورنوال په کې ۱۰ ويکټې واخيستې، نوموړی د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو، د افغانستان لخوا يوزاينی نيمه سليزه جاويد احمدي ووهله او حمزه هوتک ۶ ويکټې واخيستې.

د افغانستان او ويسټ انډيز ترمنځ ټيسټ لوبه کې پچه راشد خان وګټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، دوی د ټولو لوبغاړو په سوزېدلو ۱۸۷ منډې جوړې کړې، ويسټ انډيز په ځواب کې ۲۷۷ منډې جوړې کړې او پر افغانستان يې ۹۰ منډې وړاندې والی درلود.

افغان توپ وهونکي د رحمت شاه، اصغر افغان او ناصر جمال په ګډون د يادو منډو بشپړولو او بيا په هدف ټاکلو کې پاتې راغلل چې د ټولو لوبغاړو په سوزېدلو يې ۱۲۰ منډې جوړې کړې او ويسټ انډيز ته يې د ۳۱ منډو هدف وټاکه، ويسټ انډيز دغه هدف د يو لوبغاړي په سوزېدو بشپړ کړ.

د افغانستان لخوا غوره او مهم لوبغاړو د پام وړ توپ وهنه ونه کړه، رحمت شاه په دواړو پاڼيو کې ۴، اصغر افغان ۴، ناصر جمال ۱۷ او احسان جنت ټولې ۲۵ وکړې.

له دې وړاندې د دواړو لوبډلو ترمنځ د یو ورځنیو لوبو سیریز کې ویسټ انډيز په درې-صفر بریا خپله کړې وه، په شل اوریزو لوبو کې افغانستان په دوه-یو بریا خپله کړې وه.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د