افغانستان

« طالبانو له امریکایي لوري سره د مذاکراتو بیا ځلې پیل ته تیاری ښودلی»

نن ټکی اسیا (جمعه، ۸ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه، چې د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» په یوه نا اعلان شوي سفر افغانستان ته راغی او د بګرام په پوځي اډه کې یې خپلو سرتېرو ته د وینا په مهال یاده کړه، چې له طالبانو سره یې بیا ځلې لیدنې  پیل کړي؛ د طالبانو ویاند وایي، دوی  هم تیار دي له امریکایي لوري سره بیا ځلې مذاکرات پیل کړي.

رويټرز خبري اژانس د ذبیح الله مجاهد له قوله لیکي « زموږ دریځ هماغه پخوانی دی، موږله امریکا سره د مذاکراتو بیا ځلې پيل ته تیار یو؛ خو خبرې به له هغه ځایه پيلېږي، چېري چې درېدلې وې.»

د طالبانو او امریکایي لوري تر منځ مذاکرات، چې نهه پړاوونه یې په بر کې ونیول، څه موده وړاندې د امریکایي ولسمشر له ټویټ سره لغوه اعلان شول، د مذاکراتو تر درېدلو وروسته طالبانو په بیا،بیا ټینګار وکړ، چې دوی لا هم د افغانستان د شخړې سیاسي حل ته ژمن دي او پر مذاکراتو باور لري.

څه موده وړاندې د امریکایي پوهنتون له دوو تنو ښوونکو  سره د دریو طالب زندانیانو له تبادلې وروسته داسې هیلې راوټوکېدې، چې ښايي درېدلي مذاکرات بیا ځلې پیل شي.

د امریکا ولسمشر څه موده وړاندې هم له «فاکس نیوز» سره په خبرو کې اعتراف کړی وو، چې له طالبانو سره یې د سولې په هوکړه کار روان کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

اشغلګر کفار غله او غاصبین دی ، دغه هیواد چه دوی یی د خبل هیواد دعوی لری یی هم له سرو هندیانو ( رید انډین ) څخه په اخری وحشت غصه کړی پخوا به چه انګریزی یا هر بل استعمار کوم هیواد مستعمره کړو د هغه هیواد په غلامانو به یی هم باور نه شو کولای ، لوړپوړی چارواکی به یی خپله وو، دغه کار به د هغه هیواد د عوامو کرکی زیاتی کړی چه خاوره زما او واک پری د نورو دی نو څه وخت وروسته به مقاومت دومره زیات شو چه له خپل هیواده به یی اشغلګر وشړل… نور لوستل »

عبدالله

مجاهد صاحب دا د پاکستان غلام کیدل سنگه ده؟؟ په شریعت او افغانیت کی جواز لری که نه؟ چی د پنجاب په فرمایش خپل پلونه، مکتبونه، سرکونه مسجدونه او … ورانوی او یا هم د یوه عسکر یا قومندان د قتل لپاره په لسهاوو بیگناه په مسجد کی وژنی؟؟ نو مهربانی لمخی د پاکستان لپاره حلقه بگوش کیدلو باندی هم یو سه نظر راکری

عادل عادل

عبدالله صاحب دغه تعليق ددې لپاره کوم که ګوندې تاسو له خپل خره کوز کړم افغانستان کې د اکثرو موقف په عقل او نقل نه بلکه په شخصي مصلحتونو يا عقدوي مسايلو بناء وي،، تاسو چې د طالبانو د وابستګی خبره کوی هم ما ته ستاسو موندنه نه بلکه له نورو په پټو سترګو تقليد دی په هر حال پاکستان خپله غلام دی د غلام غلامي د غلام له بادار سره په مباشره دښمنی کې ناشونې ده. تاسو د افغانانو قربانی او سرښندنې پاکستان ته مه منسوبوی ځکه دا ستاسو له راتلونکي تاريخ سره جفا بلل کيژي او د خلکو… نور لوستل »

مجاهد

عبدالله جانه! پاکستان د کرزی او غنی په شان له اوله یا له موره غلام زیږیدلی . د اشغال شروع ته سر شکاره کړه که پاکستان ورسره مل وی اسلامی امارت یی نه شو نسکورولی او لا به په ډیره لویه بیه تمام شوی وی. څومره طالب مشران چه د پاکستان په وحشی زندانو کی په شهادت ورسیدل دومره د کابل د غلامانو او بادارانو به زندانو کی نه دی شهیدان شوی. په هر صورت ، اوس هم امریکا خپلو افغانی غلامانو ته دنده ورکړی چه طالبان د پاکستان به غلامی تورن کړی ترڅو ملت ورباندی شکمن شی او د… نور لوستل »

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x