ادبي لیکني

ليکوالي څومره مهمه ده؟

احمد منصور

الله رب العزت هر انسان ته يو استعداد ورکړى خو انسانان په درې ډوله دي ١-هغه انسان دى چې په دې پوهيږي چې رب دا ستعداد را کړى په عمل کې يې هم را ولي

٢- هغه انسان دى چې په دې پوهيږي چې الله دا استعداد را کړى خو پخپل ژوند کې يې په عملي ډول ځان کې نه را ولي

٣ -هغه انسان دى چې نه په دې پوهيږي چې رب دا استعداد راکړى نو پخپل ژوند کې هغه استعداد په عملي ډول ځان کې را وستل او له خداي ورکړي استعداد څخه نفعه اخيستل خو بعيده خبر ده

يو له هغو استعدادو څخه ليکوالي يا په بله اصطلاح تاليف او تصنيف ده ليکوالي فطري هم وي او که يو څوک وغواړي د مجلو ، جريدو ، اخبارو د ليکوالى فن د ﺯده کولو په اړه چې کوم کتابونه ليکل شوي مطالعه يې‌کړي او د همدغو د لوستو له طريقه ځان کې د ليکوالۍ فن پيدا کړي

ليکوالي ﺯده کول اړين او ضروري ده تر څو وکړاى شې په راتلونکې کې له همدغې لارې خدمت وکړى شې خپل اولس او امت ته د خدمت مصدر وګرﺯې ، د ليکوالۍ مهم والى او ضرورت همدا دى چې د همدې فن په ﺫريعې اولس له تيارو را وباسې د علم او عرفان قدر و‌ر وپېژنې.

د ليکوالۍ پر مټ کولى شې د اولس ﺫهنونه د اغيارو له اشغاله وساتې، د ليکوالۍ پر مټ کولى شې د خپلو خلکو تهذيب او عنانات د خلکو تر مينځ خوندي ، محفوظ وساتې

ليکوالي پخپل ﺫات کې ځانګړى اثر او رسوخ لري ستا ليکنې يا کتابونه يواﺯې خلکو ته مفېدې نه بلکې تا لپاره هم مفېدې او د درسګا په حيث تمامېدلى شي ځکه خامخا د يوې ليکنې يا د کتاب د ليکلو په موخه به د يو شمېر معلوماتو په را ټولولو مصروف يې چې همدغه ستا ستره کاميابي ده

په دوهمه برخه کې به هغه طبقې درته په ګوته کړم چې نړيوال ورته د قدر په نظر ګوري ان شاء الله

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close