د پاکۍ او حاجت رفع کولو اړوند د رسول الله صلی الله عليه وسلم لارښووني

ژباړه: عبدالجبار مطمئن – فراه

أ. د حاجت رفع کولو اړوند د رسول الله (ص) کړنلاري او لارښووني:

1. هرکله چې رسول الله (ص) مستراح ته داخليدی نو دا دعاء به یې لوستله: (أللَّهُمَّ اِنِّيْ اَعُوذُ بِکَ مِنَ الخُبُثِ والخَبَائِثِ ) ژباړه: الهي زه له هرډول نجاست نه پناه غواړم او د مستراح نه د وتلو په وخت کې به یې ويل: (غُفْرَانَکَ ).

2. هغه به ډیری وختونه په ناسته حاجت رفع کاوه.

3. کله به یې یوازي په اوبو استنجاء کول او کله به یې یوازي په لوټه استنجاء کول او کله به یې په لوټو او أوبو دواړو استنجاء کول.

4. هغه په چپه لاس او درو ډبرو استنجاء کول.

5. هر کله چې به یې په اوبو استنجاء وکړل نو بیا به یې لاس په ځمکي پوري ټینګ وموږی .

6. په سفر کې چې به کله حاجت رفع کولو ته اړتیا شوه نو دومره به ليري شو چې د ملګرو له سترګو به نیام شو.

7. د حاجت رفع کولو لپاره به یې تل داسي ځاي غوره کاوه چې له سترګو پناه وي، دبيلګي په توګه د غونډۍ شا، د خرما درختو پنا، ژوره کنده او ليري دښته کې به حاجت ته وتلو.

8. د تشو متیازو لپاره به په داسي ځمکه کښينستی چې نرمه وي .

9. چې کله به د حاجت لپاره کښينستی نو ترڅو به ځمکي ته ښه نه وو نږدي سوی خپلي جامي يې نه راټولولي.

10. د حاجت رفع کولو په وخت کې د هیچا سلام ته ځواب نه وایه.

ب. د اوس کولو اړوند د رسول الله (ص) کړنلاري او لارښووني:

1. د ژوندانه ډير وختونه به يې هر لمانځه ته بيل اودس کاوه او کله به یې په یوه اوداسه څو لمونځونه هم کول.

2. کله به یې په یوه مُد او کله به یې د یوه مُد په دوو برخو او کله به یې تر دي په زایتو اُوبو اودس کاوه.

3. د اوبو په مصرف کې به یې تل میانه روي کول او خپل امتیان به یې هم له ډير مصرف (اصراف) څخه راګرځول.

4. په اوداسه کې به یې کله خپل اندامونه یو یو ځل، کله دوه دوه ځله او کله دري دري ځله پريمنځل کله به یې یو اندام دوه ځلي او بل دري ځلي پریمنځی خو له دري ځله پورته یې هیڅکله یو اندام نه پریمنځی.

5. کله به یې یوه غبرګه اوبه واخیستي، خوله او پوزه به یې دواړه پري پريمنځل او کله به یې په دوو غبرګو پرمنځل او کله بیا په درو غبرګو مضمضه او استنشاق کول. هغه تل مضمضه او استنشاق پرلپسي کول.

6. هغه به په راسته لاس اوبه پوزي ته کړي او په چپه لاس به یې پوزه پاکول.

7. هغه په هر اوداسه کې مضمضه او استنشاق کاوه.

8. هغه به خپل ټول سر مسح کاوه، کله به یې خپل دواړه لاسونه له تندي او شيرداني څخه د څټ خواته یووړل او بیرته به یې تر تندي پوري راوړل.

9. او کله به یې د شیرداني خوا مسحه کړل او پر لنګوټي به یې هم لاس تير کړ.

10. د غوږونو دننه او دباندي به یې هم د سَر سره یوځاي مسح کاوه.

11. کله به یې چې پښې په موزو او یا پنډو جرابو کې نه وي، هغه به یې هم پريمنځلي.

12. اودس به یې په ترتیب او پرلپسي وو او د اوداسه ترمنځ یې فاصله نه راوړل.

13. هغه خپل اودس په (بسم الله) شروع کاوه او د اوداسه په پاي کې به یې دا دعاء کول: (أَشْهَدُ أَنْ لَا اِلهَ اِلَّا اللَّهُ لَا شَرِیکَ لَهُ، وَ أَشْهَدُ اَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ، اَللَّهُمَّ اجْعَلْنِي مِنَ التَّوابِينَ وَاجْعَلْنِي مِنَ المُتَطَهِّرِينَ ). ژباړه: زه شاهدي ورکوم چې هیڅ (پرحق) معبود نسته مګر یو خداي چې شریک نلري او شاهدي ورکوم چې محمد(ص) د هغه بنده او استازی دی. لویه خدایه! ما له توبه کونکو او پاکانو له ډلي کړه.

بیا به یې دا دعاء کول: ( سُبْحَانَکَ اللَّهُمَّ وَبِحَمْدِکَ، أَشْهَدُ اَنْ لَا اِلهَ الَّا أنْتَ، اَسْتَغْفِرُکَ واَتُوبُ اِلَیکَ ). ژباړه: لویه خدایه! ته پاک او سپیڅلی یې، ستاینې ستادي، زه شاهدي ورکوم چې بیله تا بل معبود نسته، ستا څخه بخښنه غواړم او تاته توبه کوم.

14. د اوداسه په پيل کې به یې داسي نه ويل چې د بي اودسۍ د ليري کولو لپاره یا د لمانځه د جوړیدلو لپاره د اوداسه نیت کوم نه ده او نه دده وروسته دده یارانو دغسي یو شی ویلی دی.

15. لاسونه به یې تر څنګلو او پښي به یې تر بجلکو پوري پريمنځلي.

16. دا عادت یې نه درلود چې د اوداسه وروسته خپل اندامونه وچ کړي .

17. کله به یې خپل مبارکه ږیره خلال کړل خو دا کار یې تل نه کاوه.

18. کله به یې د خپلو ګوتو منځونه خلال کړل خو دا کار یې هم تل نه کاوه.

19. دا عادت يې نه وو چې څوک د اوداسه اوبه پر لاس ورتوي کړي، خو د اړتيا په وخت کې به یې کله خپله د نورو پر لاس او کله به نورو دده پر لاس اوبه تويولي.

ج. په موزۍ باندي د مسحي اړوند د رسول الله (ص) لارښووني :

1. په احاديثو کې ثابته سوي چې رسول الله (ص) په سَفَر او حَضَر کې پر موزو مسحه کړي ده. د مقیم لپاره یې یوه شپه او ورځ او د مسافر لپاره یې دري شپې او ورځې ټاکلي دي ترڅو په دغه موده کې پر خپلو موزو مسحه وکړي.

2. هغه د خپلي موزۍ په باندني خوا مسحه کول او په هغو جورابو چې د مسحي د شرایط سره برابري وي مسحه کول او د تندي او سره به یې پر لنګوټه هم مسحه وکړل.

3. د پښتو لپاره به یې زیات تکلیف نه ګاله، که به یې پښي په موزیو کې وي نو مسحه به یې پري وکړل او که به لوڅي وي نو پريمنځلي يې.

د. د تيمم اړوند د رسول الله (ص) لارښووني :

1. رسول الله (ص) به پر داسي ځمکي تيمم واهه چې لمونځ به پري کیدی، دي کې توپير نه کاوه چې ځمکه مطلقه خاوره وي، یا ښرره وي یا ریګ او دا دعاء به یې کول: (حَیْثُمَا أَدْرَکَتْ رَجُلًا مِنْ أُمَّتِي الصَّلاةُ فَعِنْدَهُ مَسْجِدُهُ وَطَهُورُهُ ). ژباړه: هرکله چې زما یو امتي ته د لمانځه وخت راغی نو د هغه مسجد او پاکي ورسره ده. منظور دا چې پر ځمکه دي تیمم وکړي او لمونځ دي اداء کړي.

2. د اوږده سفر لپاره به یې هیڅکله دځان سره (د تیمم لپاره) خاوره نه وړل او چاته یې د داسي کړني امر نه کاوه.

3. له هغه نه ثابته نه ده چې هر لمانځه ته يې جدا تیمم کړی وي او هیڅ چاته یې دداسي کړني امر نه دی کړی، یوازي به یې د تیمم یادونه وکړل او هغه به یې د اوداسه ځاي ناستی ګاڼه.

4. هغه به پر خاورو دوه ځله لاسونه ووهل، مخ او لاسونه به یې د تیمم په نیت مسحه کړل.

والسلام علیکم ورحمة الله برکاته

۹/۹/۱۳۹۸

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د