نړۍ

له خونړيو مظاهرو وروسته د عراق لومړي وزیر د استعفا کولو پرېکړه کړې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۸ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د عراق لومړي وزير عادل عبدالمهدي ويلي، له خونړيو مظاهرو او تاوتريخوالي وروسته يې هوډ کړی، چې پارلمان ته خپله استعفا وړاندې کړي.

نوموړي نن دا پرېکړه وروسته تر هغه کړې، چې د عراق شيعه مذهبي مشرانو له لومړي وزير څخه د اعتماد پورته کولو اعلان وکړ.

د عراق د لومړي وزير له مطبوعاتي دفتره رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي: «زه به د پارلمان محترم مجلس ته خپله استعفا په ليکلې بڼه وړاندې کړم، تر څو پارلمان وکولای شي، د هېواد راتلونکي په اړه خپله پرېکړه وکړي.»

لومړي وزير عادل عبدالمهدي ويلي، د عراق شيعه مذهبي مشرانو په غوښتنه له خپلې دندې استعفا ورکوي.

د سيستاني غوښتنه

په عراق کې د شيعه ګانو تر ټولو ستر مشر مذهبي ايت الله علي سيستاني نن د جمعې خطبې پر مهال پر پارلمان غږ وکړ، چې په هېواد کې د روان تاوتريخوالي له امله له لومړي وزير څخه د اعتماد رايې بېرته واخلي.

د سيستاني وياند سيد احمد الصافي نن په کربلا کې د هغه ليکل شوې وينا خلکو ته واوروله او په دغه وينا کې يې د پارلمان له غړو وغوښتل، چې د هېواد وضعيت ته په کتو د لومړي وزير عادل عبدالمهدي حکومت سلب صلاحيت کړي او په عراق کې د روان تاوتريخوالي، ګډوډيو او وينې تويدو مخه ونيسي.

له تېرو دوو مياشتو راهيسې د پلازمېنې بغداد په شمول په ټول عراق کې د حکومت پر ضد له تاوتريخوالي ډکې مظاهرې روانې دي او د دغو مظاهرو پر مهال ۴۰۸ کسان وژل شوي او زرګونه نور ټپيان شوي دي.

دغو مظاهره چيانو د فساد او بې کارۍ زياتېدو له امله د حکومت د منحل کېدو غوښتنه کوله، خو لومړي وزير له استعفا انکار کاو او ټينګار يې دا و، چې ټول سياسي جهتونه بايد د هېواد راتلونکي وضعيت په اړه يوه پرېکړه وکړي او د قدرت خلا د رامنځته کېدو مخه ونيسي، خو نن يې بالاخره د خپل حکومت د ړنګه کولو پرېکړه وکړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x