نړۍ

حوثي ملېشو په يمن کې د سعودي پوځي چورلکې د نسکورولو ادعا کړې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۸ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د يمن حوثي ملېشې وايي، د سعودي عربستان يوه پوځي چورلکه يې نسکوره کړې او دوه پيلوټان يې هم په کې وژلي دي.

رویټرز خبري اژانس د حوثيانو د وياند یحیی ساريه له قوله ليکلي، چې دغه پوځي چورلکه د يمن او سعودي ګډې پولې ته څېرمه د حوثيانو په ډزو ويشتل شوې او دوه پيلوټان هم په کې له منځته تللي دي.

سعودي حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې وړ ده، چې له ۲۰۱۵ کال راهيسې سعودي د متحده عربي اماراتو او يو شمېر نورو عربي هېوادونو په ملتيا په يمن کې د حوثيانو پر خلاف جګړه پيل کړې، خو تر اوسه يې کومه بریا نه ده ترلاسه کړې.

سعودي وايي، د حوثيانو له لوري د ولسمشر منصور هادي حکومت د بېرته قايمېدو پورې به هلته خپلو عملياتو ته دوام ورکړي، خو ويل کيږي، چې سعودي د روانې جګړې د پای ته رسولو په موخه له حوثيانو سره د پردې تر شا مذاکرات پيل کړي دي.

په دغه څلور کلنه جګړه کې تر اوسه له نوي زرو زيات کسان وژل شوي، چې ډېری يې د ښځو او ماشومانو په شمول عام خلک دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x