
له ځيرک مبایل څخه توجه اړولو لپاره په ماشومانو چرګوړي ویشل شوي
نن ټکی اسیا (جمعه، ۸ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د اندونیزیا په پلازمینه جکارته کې له ځيرک مبایل څخه د ماشومانو توجه اړولو لپاره پر دوی چرګوړي ویشل شوي دي.
د جکارته په شوندګ ښار کې د یوه ښوونځي چارواکو پر ۲۰۰۰ ماشومانو د ساتلو لپاره چرګوړي ویشلي دي تر څو د ځيرک مبایل او ټابلیټ استعمال څخه توجه بدله شي، زده کوونکو ته دا مسوولیت ورکړل شوی چې هر سهار او ماښام به چرګوړو ته دانه او اوبه ورکوي.
دغه کار ددې لپاره پېل شوی تر څو کوچنیان د ځیرک مبایل د استعمال پرځای پر یوه بل داسې کار بوخت شي تر څو د مسوولیت احساس وکړي.
ځينې ماشومانو ته پنجرې هم ورکړل شوي او ورته پرې لیکل شوي چې، «مهرباني وکړه په ما ښه پام وکړه»، دغه ښوونځی د پلازمینې جکارته څخه په ۱۵۰ کیلو میتره فاصله کې پروت دی.
د اندونیزیا ولسمشر هم په دغه هېواد کې یو کمپاین په کار اچولی و چې وګړي دې د چرګانو فارمونو جوړولو ته وهڅول شي تر څو د چرګانو هګۍ او غوښې څخه برخمن شي، همدا لامل دی چې د ښوونځي ماشومان هم دغه کار په خوښۍ سره سر ته رسوي.
لکه څومره چې اوسمهال په نړۍ کې د ځیرک مبایل استعمال ډير شوی دغه راز کوچنیان هم ددې په استعمال بوخت دي چې دا یوه دایمي ستونزه ګڼل کیږی، دا کوچنیان له زیرکتیا باسي او په عبثیاتو یې بوختوي، خپل کوچنیان مو پر مبایل د عادي کولو پرځای په یوه بل ګټور کار بوخت کړئ.