افغانستان

خوست: هوايي بريد کې د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه تنه وژل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۹ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): په ولسي وګړو د ګډو ځواکونو د هوايي بريدونو او عملياتو په دوام دا ځل بيا ګډو ځواکونو په خوست ولايت کې ملکي وګړي په نښه کړي او د ښځو ماشومانو په ګډون يې پنځه تنه وژلي دي.

راپورونه وايي چې امريکايي چورلکو تيره ورځ د خوست ولايت مرکز اړوند سيمه کې د ملکي وګړو هغه موټر په نښه کړی چې د خوست ښار ته يې ناروغان لېږدول.

په دغه بريد کې پنځه تنه ملکي وګړي وژل شوي دي چې دوه يې ميرمنې او يو کوچنی ماشوم دی.

تر اوسه د خوست چارواکو په دې تړاو څه نه دي ويلي.

بايد‌ وويل شي چې په ملکي وګړو د ګډو ځواکونو هوايي بريدونه تر بل هر وخت زيات شوي دي چې له امله يې د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې هم زياتوالی راغلی دی خو دولتي چارواکي يې په اړه پټه خوله دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x