نړۍ

د تکړه ژورنالیست سلیم شهزاد مړی په اسلام اباد کي وموندل شو

Saleem-Shahzad-was-found--007نن ټکی آسیا: د آسیا ټایمز آنلاین د خبریال سلیم شهزاد مړی په اسلام اباد کي وموندل سو.

هغه دوې ورځي تر مخه په اسلام اباد کې د پاکستاني تلویزون دنیا نیوز سره په یو پروګرام کې د شرکت لپاره د کوره وتلی وو، چي بیا وروسته لا درکه سوی وو، او نن يې د اسلام اباد په ښار په اطرافو کې مړی په داسي حالت کې وموندل سو، چي پر مخ يې د تعذیب، وهلو او ټکولو نښانونه وه، او په نس کې يې مرمۍ لګیدلې وه.

 

سلیم شهزاد د پاکستان په سطحه باندي د یو پيژندل شوو څیرو څخه وو، او د ژورنالیزم په میدان کې ډېر د قدر په نګاه سره ورته وکتل کیدل.

نومړي اکثره په پاکستان کې د طالبانو، القاعده او ورځنیو چارو باندي لیکني کولې.

او د طالبانو، القاعده د ځینو جګ پوړو چارواکو سره یې مرکې هم کړې وې، چي د سراج الدین حقاني او الیاس کشمیري سره يې مرکې خورا مهمي وې.

د نومړي یو کتاب (inside al-Qaeda and the Taliban: Beyond Bin Laden and 9/11) هم په انګلستان کې خپور شوی چي یو د هغو مستندو کتابو څخه شمیرل کیږي چي د طالبانو القاعده پر موضوع باندي لیکل شوی دی.

د سلیم شهزاد وروستی لیکنه چي په اسیا ټایمز اونلاین کي نشر شوی، په کښی ویل شوي چي القاعده شبکې پاکستان ته خبرداری ورکړی وو، چي یو کاري برید به پر وکړي.

سلیم شهزاد په خپله راپور کي ویلي وو، چي ددې تر مخه چي القاعده د پاکستان پر سمندري هوايي مرکز باندي په کراچي کي برید وکړي، د پاکستان د سمندري ځواکونو څخه غوښتنه کړې وه، چي د القاعده سره په تړاو دې د سمندري ځواکونو هغه فوځیان خوشي کړي کوم چي دوی نیولي دي.

ویل کیږي چي پر همدې راپور باندي سلیم شهزاد د دنیا نیوز تلویزوني شبکې دفتر ته روان وو، چي هلته په یو ګردي میز کې شرکت وکړي او ددغه راپور نور اړخونه هم روښانه کړي.

ځیني پاکستاني ژورنالیستانو او حقوقي ادارو د پاکستان استخبارات آي ایس آی د نومړي په مرګ تورن کړي او د ازادې او بشپړه څیړني او محکمې غوښتنه يې کړې.

یو حقوقي ادارې ویلي چي سلیم شهزاد ددې تر مخه چي قتل سي، دوی ته یو برېښنالیک استولی وو، او ویلي وو چي کیدای سي آی ایس آی نومړی قتل کړي.

د بې سرحده ژورنالیستانو په یوه راپور کې ویل شوي چي پاکستان د ژورنالیزم او ژورنالیستانو لپاره تر ټولو خطرناکه هیواد دی، او د سلیم شهزاد شهادت د هغه وروستی ثبوت دی.

د یادوني وړ ده چي په دغه راپور کي ویل شوي چي په تیرو ۱۴ میاشتو کې ۱۶ ژورنالیستان په پاکستان کې د نامعلومو لورو له خوا وژل شوي دي، او د کال ۲۰۰۰ راهیسي تر اوسه په پاکستان کې ۷۰ ژورنالیستان وژل شوي دي، چې د همدې پر اساس نن پاکستان د نړی په لومړیو هغو هیوادونو کې شمیرل کیږي چيري چي د یو ژورنالیست ژوند ته خطر ډیر متوجه وي.

{youtube}n3CWuyxQGJo{/youtube}

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x