
جرمني: د طالبانو او امریکا له مذاکراتو هرکلی کوو
نن ټکی اسیا (شنبه، ۹ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د جرمني د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند «رېرن برېیل» وايي، د طالبانو او امریکا له مذاکراتو ملاتړ او له بیا پیل یې هرکلی کوي.
د «انادوله» خبري اژانس په حوله، رېرن تېره ورځ په برلېن کې یوې ناستې ته د خبرو په مهال وویل « موږ د طالبانو او امریکا له مذاکراتو هرکلی کوو او په دې باور یو، چې د نړیوالې ټولنې د یوې برخې په توګه کولای شو، د سولې د پروسې په حرکت کې مرسته وکړو او همدا زموږ هدف دی.»
جرمني وروسته له هغه د طالبانو او امریکا له مذاکراتو د ملاتړ غږ کوي، چې تېره ورځ د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر باګرام ته د خپل نااعلان شوي سفر په مهال وویل، چې له طالبانو سره یې بیا ځلې لیدنې پیل کړې.
د طالبانو او مریکا مذاکرات، چې نهه پړاوونه یې په برکې ونیول، څه موده وړاندې د ټرمپ له لوري لغوه اعلان شول.
د مذاکراتو تر لغوه کېدو وروسته طالبانو د سیمو هیوادونو ته سفرونه وکړل او په پرلپسې ډول یې ټينګار وکړ، چې هغوی د افغانستان د شخړې سیاسي حل ته ژمن دي او په مذاکراتو باور لري.
د شنونکو په باور، امریکا له طالبانو سره د مذاکراتو د ځنډولو په مټ غوښتل په هغوی خپلې غوښتنې ومني؛ خو کله، چې دې کار کومه څرګنده پایله ورنکړه؛ نو د یوې داسې پلمې په لټه کې شول، څو درېدلي مذاکرات، چې د امریکا ستر مجبوریت ګڼل کېږي؛ بیا پیل شي.
څه موده وړاندې د امریکايي پوهنتون له دوو تنو ښوونکو سره د طالب زندانیانو تبادلې دا باور نور هم غښتلی کړ، چې ښایي، د سولې درېدلې پروسه بیا په حرکت راشي.
د یادو بندیانو له تبادلې وروسته ټرمپ یو ځلې بیا اعتراف وکړ، چې ټیم یې له طالبانو سره لیدنې پیل کړې او د سولې په هوکړه یې کار روان کړی.