
خامنه یي د ټرمپ د سفر په غبرګون کې: امریکا د هیوادونو خپلواکي ته سپکاوی کوي
نن ټکی اسیا (شنبه، ۹ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د ایران مذهبي مشر «ایت الله خامنه یي» افغانستان ته د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» سفر ته غبرګون ښودلی.
خامنه یي په خپل ټويټر لیکلي « امریکایان له اجازې پرته پورته کېږي او یو هیواد ته ننوزي، مثلا د عراق هیواد ته، هلته بیا دوی د اړوند هیواد پلازمېنې ته نه ځي؛ بلکې خپلو اډو ته ځي او په دې توګه رسما د ملتونو ازادي او استقلال ته سپکاوی کوي.»
آمریکاییها بیاجازه بلند میشوند میآیند وارد یک کشوری میشوند مثل کشور عراق، نه به سراغ دولت آن کشور میروند، نه به سراغ پایتخت آن کشور میروند، آنجا پایگاه دارند، میروند داخل پایگاه خودشان!
یعنی آزادی ملّتها و #استقلال ملّتها را رسماً مورد توهین قرار میدهند./۵#نظام_سلطه— KHAMENEI.IR | فارسی (@Khamenei_fa) November 28, 2019
خامنه یي وروسته له هغه پورته څرګندونې کوي، چې تېره ورځ د امریکا ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» په ناڅاپي سفر افغانستان ته راغی او د لته ارګ ته د تګ په ځای د باګرام پوځي اډې ته ولاړ او هلته یې د ګډ حکومت مشر «اشرف غني» هم وروغوښت.
ویل کېږي، چې افغانستان ته د ټرمپ سفر دومره پټ پلان شوی وو، چې د کابل چارواکو ته یې په اړه هیڅ مالومات نه وو ورکړل شوي.
افغانستان ته د ټرمپ سفر او بګرام ته د غني ورغوښتلو، د هیواد دننه هم ګڼ غبرګونونه راوپارول، د ټولنیزو رسنیو کاروونکو اشرف غني او حکومت بې واکه وباله او یاده یې کړه، چې د امریکا د خوښي لپاره ډيپلوماتیک اصول ماتوي.