افغانستان

د هلمند د سرحدي ليوا قومندان جنرال ظاهر ګل مقبل په يوه چاودنه کې ووژل شو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۹ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د هلمند ولايت د سرحدي ليوال قومندان جنرال ظاهر ګل مقبل نن سهار په يوه چاودنه کې ووژل شو.

د هلمند ولایت ګرمسېر او ناوې ولسوالۍ ترمنځ سيمه کې د سرحدي عسکرو پر کتار چاودنه شوې، چې پر مهال يې د سرحدي ليوا قومندان جنرال ظاهرګل مقبل وژل شوی او يو شمېر نورو عسکرو ته هم په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هلمند ولايت چارواکو د پېښې پخلی کړی او وايي، چې په دغه پېښه کې د شمشاد راډيو تلويزون خبريال سردار محمد سروري هم ټپي شوی دی.

د چاودنې مسؤوليت تر اوسه چا نه دی منلی، خو د هلمند ډېری برخه د طالبانو په واک کې ده او ویل کيږي، چې دا چاودنه به هم طالبانو کړي وي.

چارواکو د پېښې په اړه نور جزئيات نه دي ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

زه د دښمن په وژلکیدو هم خوشحالی نکوم. الله د نور هیڅ افغان که طالب وی او که عسکر په جنک کی نه وژنی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x