افغانستان

پاکستان: د افغان سولې د پروسې بیا پیل ته د ټرمپ له لېوالتیا هرکلی کوو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۹ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وایي، د افغانستان د شخړې د سیاسي حل په موخه د ټرمپ له لوري له طالبانو سره د مذاکراتو له بیا پيل  هرکلی کوي.

شاه محمود قریشي په همدې تړاو په خپل ټویټر لیکلي « پاکستان په افغانستان کې د سیاسي ثبات د تحقق او له طالبانو سره د مذاکراتو د بیا پیل په برخه کې د ولسمشر ټرمپ له لېوالتیا  هرکلی کوي، دا یو غوره پرمختګ بولي او باور لري، چې د افغانستان ثبات د سیمې د ثبات په مانا دی.»

نوموړي ددې ترڅنګ ژمنه کړې، چې هیواد به یې د افغانستان د سولې او بیا رغونې په پروسه کې خپلې هڅې دوامداره وساتي او له ټولو لورو سره د مشورو له لارې به مخ په وړاندې ولاړ شي.

د طالبانو او مریکا مذاکرات، چې نهه پړاوونه یې په برکې ونیول، څه موده وړاندې د ټرمپ له لوري لغوه اعلان شول.

د مذاکراتو تر لغوه کېدو وروسته طالبانو د سیمو هیوادونو ته سفرونه وکړل او په پرلپسې ډول یې ټينګار وکړ، چې هغوی د افغانستان د شخړې سیاسي حل ته ژمن دي او په مذاکراتو باور لري.

امریکایي ولسمشر تېره ورځ افغانستان ته د خپل سفر په مهال او څه موده وړاندې د امریکايي پوهنتون له دوو تنو ښوونکو سره د دریو طالب زندانیانو تر تبادلې وروسته اعتراف وکړ، چې له طالبانو سره یې د سولې په هوکړه کار روان کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

دا طالب مشر یی اته کاله په زندان کی اچولی وو خو اوس یی خپله غیږ ورته خلاصه کړی. دا ځکه چی تر اوسه پوری ورته اړ دی با وجود د دی چی اته کاله یی لکه برده په جیل کی وساته. زلالت یعنی څه. ها خوا غنی او دا خوا طالبان. دواړه د پردیو د لاس آلی دي. الله د پر مونږه رحم وکړی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x