افغانستان

حکومت د امنیتي بنسټونو بودیجه کموي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۹ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د کابل حکومت په پام کې لري، د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او ملي امنیت ریاست کلنۍ بودیجه کمه کړي.

د ارګ ویاند «صدیق صدیقي» په همدې تړاو طلوع نیوز ته ویلي « د امنیتي بنسټونو په بودیجه کې د ډېرې اندېښنې وړ کموالی نه دی راغلی، یوازې غیر اړین مصارف کم شوي.»

بل لور ته د دفاع وزارت ویاند «روح الله احمدزی» بیا د بودیجې کمښت ته اندېښمن دی او په خبره یې «دفاع وزارت تېر کال غیر ضروري مصارف کم کړي او له همدې اړخه یې درې میلیارده افغانۍ بسپنه کړې اوس که بودیجه نوره هم کمه شي، دفاع وزارت به له ستونزو سره مخ شي.»

یاده دې وي، چې روان مالي کال «۱۳۹۸»  حکومت د دفاع وزارت لپاره ۸۱.۴۵  د کورنیو چارو وزارت لپاره ۵۴.۲۳ او د ملي امنیت ریاست لپاره ۱۹.۵۹ میلیارده افغانۍ ځانګړې کړې؛ خو د راتلونکي مالي کال «۱۳۹۹» لپاره  بیا په ترتیب سره یادو وزارتونو ته ۷۸.۸۵ – ۵۴.۸۸ او ۱۸.۲۱ میلیارده افغانۍپه پام کې نیول شوې.

حکومت داسې مهال د امنیتي بنسټونو بودیجه کموي، چې طالبان تر بل هر وخت زیات فعال دي او د هیواد زیاته برخه په لاس کې لري.

د شنونکو په باور، د بودیجې کمښت به د امنیتي ځواکونو په روحیه او د هغوی د لیکو په نظم او ضبط منفي اغېز وکړي.

د ولسي جرګې غړی «قیوم سجادي» وايي، تر هغه مهاله، چې د افغانستان په جګړه ییز وضعیت او د امنیتي بنسټونو په رهبري او مدیریت کې جدي تغیر رامنځته نشي، د بودیجې کموالۍ به نورې ستونزې هم وزيږوي.

د ولسي جرګې یو بل تن غړی «عارف رحماني» هم په ورته نظر دی، د نوموړي په قول، د افغانستان اوسني حالت ته په کتو باید د امنیتي بنسټونو د بودیجې د کموالي مخه ونیول شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
mujahid

اشغال شوی هیواد کی د اشغالګرو د ګټو خوندی کولو او د هغه هیواد د مظلوم اولس وژلو د پاره دفاع ، داخله او امنیت په نوم کوم وحشی جوړشتونه او نهادونه جوړ شوی هغوی ته بودیجه ټاکل، زیاتول او کمول د اشغالګرو په خوښه او قومانده ترسره کیږی . اشغلګر میړنو مجاهدینو مات کړی او هم د غلامی اداری اداری فساد اوج ته رسیدلی د دغی بودیچی لسمه برخه هم د مظلوم اولس په وژنه کی نه مصرفیږی د طالب مجاهدینو د بریالیتوب یو دلیل د غلامی اداری اداری فساد هم کیدی شی نو امریکا باید دغه بودیچه په… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x