ته پوهېږې.. . او زه هم پوهېږم!

ژباړه: ظاهر عمار

پروردګاره! ته پوهېږې چې زه داسې کوم نېک عمل نه لرم چې تا ته پرې درنږدې شم او زه هم پوهېږم چې ته له شرک پرته نور ټول ګناهونه بخښې.

ته پوهېږې چې ما له هغو بديو څخه ځان نه دى ساتلى چې تا ترې منعه کړې او زه هم پوهېږم چې موږ دې زموږ له وسې نه پورته په تقوى نه يو مکلف کړي.

ته پوهېږې چې ما په هغه توګه چې پکار ده ستا د لوى ذات د بنده ګۍ حق نه دى اداء کړى او زه هم پوهېږم چې د چا په زړه کې د ذرې په اندازه ايمان هم وي، ته يې د دوزخ له اوره ساتې.

ته پوهېږې سره له دې چې ستا د رحمت وږمې مې تر خوا را تېرې شوي خو د نفس بدۍ مې تر اوسه لمنځه نه دي تللي او زه هم پوهېږم چې زه دې له خاورې او خټې پيدا کړى يم، په ځمکه کې دې ځاى را کړى او د شيطان په وسيله دې ازمايلى يم.

ته پوهېږې چې زه د طوفاني سمندر په څپو کې په سفر روان يم ترڅو د ډاډ او امنيت ساحل ته ورسېږم او زه پوهېږم چې زما پښه دې د ښځې، بچي، اړتيا، ناروغۍ او غمونو په کړۍ کې بنده کړې او دا هغه څه دي چې ستا پر لور يې زما حرکت سست کړى.

ته پوهېږې چې زه ستا د رازونو د سمندر ژورو ته د ورښکته کېدو شوق لرم او غواړم ستا د انوارو له برکتونو برخمن شم او زه پوهېږم چې زما په وجود کې دې د عقل له نور سره د شهوت تيارې، د ملائکو له عاجزۍ سره د شيطان سرکښي، د اسمان له لوړوالي سره د ځمکې ښکته والى، د خير له رڼا سره د شر تيارې او د مينې د اور له شغلې سره د هوا او هوس ګردونه هم پىدا کړي دي.

ته پوهېږې چې زه غواړم په رښتيني ډول، مات زړه او عاجزۍ سره ستا دربار ته در ورسېږم او زه هم پوهېږم چې ته د عمل په واسطه نه بلکې د خپل فضل او کرم له مخې چې څوک وغواړې غوره کوې او خپل دوست ترې جوړوې.

پروردګاره! دا د هغه څه يوه برخه ده چې ته پرې زما او زه پرې ستا په اړه پوهېږم. پر هغه څه چې ستا په اړه پرې پوهېږم زما د شفاعت سبب ىې وګرځوه او پر هغه څه چې زما په اړه پرې پوهېږې او سره له دې چې توښه راسره نشته او امکانات مې لږ او کمزوري دي خو بيا هم هغه ستا علم ته زما د رسېدو وسيله وګرځوه او کوښښونه مې بريمن کړه. پر هغه څه چې زما په اړه پرې پوهېږې، له خپل ځان څخه يې زما د ليرې کېدو وسيله مه ګرځوه او هغه څه چې زه پرې ستا په اړه پوهېږم، ستا دربار ته يې زما د رسېدو خنډ مه ګرځوه.

پروردګاره! ته پوهېږې او موږ نه پوهېږو او ته تلپاتې، حکيم او بخښونکى يې.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د