غزل؛ شفاعت ريحان

شفاعت ريحان

په پلونو دي درځم شهيده ياره! درپسې يم
له هسکه مې په دواړو سترګو څاره درپسې يم

تۀ ځه د سپينو حورو په اوربل کړه ګوتي پوري
او څڼي دي کړه پاکي له غباره درپسې يم

درځم د بېلتون تنده مې په وصل ماتومه
نور ستړی يم له ستړي انتظاره درپسې يم

هر ګام مې پر سکروټو او اغزيو باندي اخلم
وجود مې باروم د ژوند له ښاره درپسې يم

له غاړي به دي غبرګ لاسونه تاو کړم شهادته!
در ړنګ به شم په غېږ کې په کراره درپسې يم

سينه مې د بارودو په لمبو کبابومه
که هر څومره دالاره شي خارداره درپسې يم

قربان د شفاعت د زړګي سره هېر مې نۀ يې
ليدلو ته مې شپې پر ګوتو شماره درپسې يم

شفاعت ريحان

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

الحمد لله ، ماشاءالله
د دی غيرتی مجاهدينو سره جګړه کول حماقت او ليونتوب دی ، خو که دا ظالم کفار او غوليدلی غلامان يی پدی پوه سی .

الحاح استاذ بیانزی
میلمه
الحاح استاذ بیانزی

شفاعت صاحب ، ډیره مننه، الله ج دی اجرونه درکړی ډیر ښکلی شعر دی لیکلی زه باور لرم چه شعر کی دی څه لیکلی سپیڅلی جهاد کی ونډه لری او که نه دغه قلمی لیکنی دی هم جهاد کی شمیرل کیږی، نورانی صاحب هم یو شعر لیکلی او طالبان یی مرور ورونه یاد کړی او دعا یی کړی چه الله ج یی دلاسه کړی