د سولې په اړه دوه شعرونه

نورشاه نوراني

په انسانیت مو یو تربله مینان کړې خدایه!
مونږ افغانان نوره د سولې څښتنان کړې خدایه!

چې دا قاتل ټوپک پرخپله تر ګړنګ ګذار کړي
ناست په څوکۍ کې ورور له جنګ څخه پېښمان کړې خدایه!

لاس په دعا یمه چې ته مرور یار راولې
ته يې قبوله کړې پخلا را له جانان کړې خدایه

چې دغې خاورې ته يې سوله سوکالي غوښتله
ته خو پوره د شهیدانو دا ارمان کړې خدایه

چې د جنګونو او پردیو محتاجیو خلاص شو
نوراني سوال کړم چې ودان افغانستان کړې خدایه

د سولې ارمان

مونږه د سولې په ارمان کې زنده ګي تېروو
د جنګ په سوي بیابان کې زنده ګي تېروو

پکې روان يو، نه يې پیل نه يې پای معلوم دی
د لیونیو په کاروان کې زنده ګي تېروو

امن پسنده یاره مه راځه چې ژوبل نشې
د مردکیو په باران کې زنده ګي تېروو

د استوګنې چاپیریال مو ټول بارودو سوی
لکه تڼۍ بژه ګریوان کې زنده ګي تېروو

مونږه د سولې ارمانجن یو ګلان نه پیژنو
که پسرلي که په خزان کې زنده ګي تېروو

د دښمنانو د ویشتو اختیار د دوی سره دی
موږ لکه غشي په کمان کې زندګي تېروو

سوداګري کوو د ښکلو په بازار کې اوسو
ګټه مو نشته په تاوان کې زنده ګي تېروو

د شپونکي ژوند دی د غمونو مو رمې په مخه
بس په ټپه په یاقربان کې زنده ګي تېروو

نوراني هره لویشته خاورې یې له سرو ډکه ده
په داسې ګران افغانستان کې زنده ګي تېروو

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
مجاهد
میلمه
مجاهد

نورانی صاحب، د سولی په اړه دی ښکلی شعرونه لیکلی مګر د دی بیت ( لاس په دعا یمه چې ته مرور یار راولې ته يې قبوله کړې پخلا را له جانان کړې خدایه) سره به تاسی خپله هم توافق ونه لری.!!!!!!! ښکاره خبره ده چه له (( مرور )) یار څخه ستاسی مطلب ( طالب مجاهدین ) دی. طالب مجاهدین مرور نه دی هغوی د الهی نظام قایمولو، ناموس ، د خاوری، خلکو او خپلواکی د دفاع د پاره په مالو، ځانو او اولادو په قربانیو د امریکا په مشرۍ ۵۰ هیوادو یهودانو او عیسویانو یا ټول نړیوال کفر… نور لوستل »

الحاح استاذ بیانزی
میلمه
الحاح استاذ بیانزی

نورانی وروره ! مجاهد جه درته څه لیکلی ښه یی لیکلی، کشکی د دی شعر له لیکلو د مخه دی د شغاعت ریجان غزل لوستی وی . هغه د همدی اشغال ختمولو. الهی نظام پیاده کولو، او ….. د پاره د خپل شهید ورور [ لیار او قدمونه ] تعقیبوی . مګر تاسی هغه شهیدان د کابل د غلامانو او بادارانو سره د ورونو په ردیف کی قطار کړی او د هغه شهیدانو ژوندی ورونه دی مرورو کی حساب کړی او الله ج دی سوال کړی چه هغه ضدی ورونو جهالت ته د پای تکی کیږده او د اشغالګرو او… نور لوستل »

غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

جوړ تازه،
نورانی صاحب ته
ښه شعر د لیکلی یوڅه زه هم ورسره اضافه کول غواړم.
سوله به څنګه راشی مشران شول غلامان،
څوک د پنجاب څوک د امریکا غوښی خوری دا ماران.
خپل ماشومان یی ګرځی دوبی او اروپا کی،
زما او ستا زامنو نه جوړوی ځانمرګی او عسکران،
سهار پراټی غرمه د وری غوښی شوربا وهی،
ماښام قابلی نرمه غوښه د ساز سره وهی،
په هر جنګی راپور اخلی ډالر او کلداری.
زما او ستا څخه یی پټی شماری مزیداری،
…………..غمی پښتین.سټی کنډو،پکتیا ګردیز…………….

جميل
میلمه
جميل

د محترم مجاهد صاحب او محترم بيانزی صاحب پر معقولو نيکو سربيره ، نورشاه د سولی ارمانجن نه د غلامی د اوږديدو ارمانجن ښکاری کنی خپلواک مجاهدين به يی داسی نه يادولای:(د دښمنانو د ويشتو اختيار د دوی سره دی مونږ لکه غشی په کمان کی زندګی تيروو) ، شاعر پدی ښه پوهيږی چی د غلامانو واک د پرديو اشغالګرو سره دی خو پخپل کاذب شعر کی يی آزادی غوښتونکی مجاهدين هم بلواکه بللی چی دا انصاف نه خيانت دی .