سپينې ماڼۍ د ټرمپ «خطرناک» سفر څنګه پټ ساتلی و؟

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۱۰ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ افغانستان ته په نااعلان شوي سفر راغلی و، دلته يې د بګرام امريکايي پوځي اډې کې له خپلو پوځيانو سره وليدل او د سولې په اړه يې هغوی ته وينا وکړه.

په ۲۰۱۷ کال کې واک ته له رسېدو وروسته دا دوهم ځل دی، چې ټرمپ جنګ ځپلې سيمې ته سفر کوي.

نوموړي د تېر کال عيسويانو اختر «کرسمس» نمانځلو په موخه عراق ته تللی و، دا ځل يې افغانستان ته سفر وکړ او بګرام پوځي اډې کې يې له امريکايي پوځيانو سره ګډ خوراک وکړ او هغوی ورسره سلفيانې هم واخيستې.

ټرمپ په بګرام پوځي اډه کې له امريکايي عسکرو سره د سيلفي اخيستو پر مهال

رويټرز خبري اژانس ليکلي، د ولسمشر ټرمپ دا ۳۳ ساعته سفر ډېر پټ ساتل شوی و، د سپينې ماڼۍ وياند ويلي، د دې سفر لپاره له تېرو څو اونيو راهيسې چمتوالی روان و او دا سفر تر هغو پټ ساتل شوی و، تر څو، چې ټرمپ بېرته له افغانستانه نه و روان شوی.

د رويټرز په وينا په بېلابېلو وختونو کې د هغه د ټويټر کارولو له امله د سپينې ماڼۍ ځينې لوړپوړي چارواکي د ولسمشر ټرمپ له سفره تر يوه بریده خبر ول.

د تېرې سه شنبې په ورځ ولسمشر ټرمپ د ټاکل شوي پلان له مخې فلوريډا ايالت ته سفر وکړ، له هغه سره په دې سفر کې ګڼ شمېر خبريالان هم ملګري وو، دوی د پنجشنبې د ورځې اونيزې خبري غونډې ته په تمه وو، خو خبريالان وروسته پوه شول، چې دوی خو ۱۳ زره کيلو ميټره لرې افغانستان ته سفر لري.

افغانستان ته د ټرمپ سفر پټ ساتلو په اړه د سپينې ماڼۍ وياند ويلي، افغانستان يوه خطرناکه سيمه ده، هلته د امريکايي پوځيانو مننه هم اړينه وه او له همدې امله دا سفر پټ ساتل شوی و.

د ولسمشر ټرمپ له سفره څو ساعته مخکې په واشنګټن کې يو شمېر خبريالان راټول کړل شوي وو، هغوی ته ويل شوي وو، چې ټرمپ يوه نامعلوم ځای ته پټ سفر لري.

له روانېدو مخکې په سپينه ماڼۍ کې د الوتکې د عملې سربېره له ټولې سپارلۍ د مبايلونو سربېره ټول هغه الات اخيستل شوي وو، چې سيګنل ولري او يا هم ترې پيغامونه لېږل کېدای شي، خو له بګرام هوايي اډې څخه له پورته کېدو دوه ساعته وروسته دا آلات بېرته هغو ته ورکړل شوي وو.

د سپينې ماڼۍ د وياند په خبره، په دغه ۱۳ ساعته سفر کې هېچا ته د مبایل کارولو اجازه نه وه، د الوتکې دننه کيبن کې رڼا هم بنده و او د الوتکې کړکۍ هم په بشپړ ډول بندې وې.

په عامه توګه، د ولسمشر ټرمپ د هر سفر لپاره ټينګ امنيتي تدابير نيول کيږي، خو کله، چې جنګ ځپلې سيمې ته سفر کوي، دا سفر يې تر ډېره پټ ساتل کيږي، خو تېر کال عراق کې د کرسمس نماځلو سفر په اړه يې مخکې له مخکې خبر رسنيو کې خپور شوی و.

هغه مهال، چې د ټرمپ الوتکه د لندن له پاسه تېرېده، د هغه د الوتکې «اير فورس ون» انځورونه خپاره شوي وو.

په لندن کې يوه سړي د دغې الوتکې انځورونه په ټويټر کې خپاره کړي وو او وروسته روښانه شوې وه، چې دا خو د امريکايي ولسمشر الوتکه ده.

له هغه وروسته خلکو دا اټکل لګولی و، چې ټرمپ عراق ته روان دی، په داسې حال کې، چې نوموړي په دې ورځ کوم ټويټر پيغام هم نه و خپور کړی.

خو دا ځل د افغانستان سفر لپاره بشپړ چمتووالی نیول شوی و، کله، چې ټرمپ په الوتکه کې و، د هغه له ټويټر اکاونټ څخه د امريکايي پوځيانو د مننې پيغامونه خپاره شوي وو.

د يادونې وړ ده، چې د بګرام پوځي اډې کې د وينا پر مهال ټرمپ له طالبانو سره د سولې خبرو د بيا پيلېدو يادونه هم وکړه او د ګډ حکومت مشر اشرف غني هم د ديپلوماتيک دود خلاف د ولسمشر ټرمپ شاته د امريکايي پوځيانو په کتار کې درول شوی و.

امريکايي رسنۍ وايي، دا سفر دومره پټ ساتل شوی و، چې د ګډ حکومت مشر ته يوازې درې ساعته مخکې خبر ورکړل شوی و او بګرام ته غوښتل شوی و.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د