افغانستان

بې پيلوټه الوتکې په خوست کې د نوي زيږېدلي ماشوم په شمول شپږ ملکيان وژلي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۱۰ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): خوست ولايت کې د بهرنيو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې د يوه نوي زیږېدلي ماشوم په شمول د يوې کورنۍ شپږ ملکيان غړي وژلي دي.

د خوست اوسېدونکي وايي، د علي شېرو ولسوالۍ ببرک تاڼې سيمې اوسېدونکي زرین کورنۍ د ماشوم له پيدا کېدو وروسته خپل کور ته پر لاره وو، چې بې پيلوټه الوتکې پرې برید وکړ او د نوي زیږېدلي ماشوم په شمول يې ټول شپږ تنه ووژل.

خوست کې د کوچيانو مشر ګل مرجان رسنيو سره په خبرو کې وويل، په دې پېښه کې درې ښځې، دوه سړي او يو نوی زېږېدلی ماشوم وژل شوي دي.

د يادونې وړ ده، چې نږدې هره ورځ بهرني او دولتي عسکر د بې پيلوټه الوتکو په بریدونو، بمباريو او چاپو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ملکيان او د هغوی کورونه په نښه کوي، خو دوی ادعا کوي، چې د ګډو عسکرو عمليات او چاودنې د طالبانو پر خلاف دي او د ملکيانو د وژل کېدو راپورونه نه مني.

دا په داسې حال کې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک بنسټ، په کابل کې د ملکي وګړو د خونديتوب ګروپ او يو شمېر نورې بشري ډلې وايي، چې د ګډو عسکرو د عملياتو، چاپو او بمباريو پر مهال تر ټولو زيات زيان ملکيانو ته رسيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x