
طالبانو د بګرام امريکايي پوځي اډې کې په تکتيکي چاودنو لسګونه بار وړونکي موټر سوځولي
نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۱۰ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): طالبانو د بګرام امريکايي پوځي اډې درېيمې دروازې ته څېرمه د موټرو په ترمينل کې ګڼ شمېر تکتيکي چاودنې کړي، چې له امله يې لسګونه موټر سوځول شوي دي.
طالبانو د دې چاودنو مسؤوليت منلی دی.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټرپاڼه کې ويلي، د دغو تکتيکي چاودنو له امله ۶۵ هغه موټر سوځول شوي، چې بهرنيو عسکرو ته يې اکمالات لېږدول.
#الفتح:
مهم: تیره شپه د بګرام هوایي اډې په دریمه دروازه کې د امریکایي اشغالګرو د اکمالاتي موټرو په تم ځای کې ګڼې تکتیکي چاودنې ترسره شوې.
په چاودنو کې ۶۵ عرادې په موادو بار اکمالاتي موټر چې د اشغالګرو نورو مراکزو ته یې مواد انتقالول په بشپړه توګه وسوځول شول.— Zabihullah (..ذبـــــیح الله م ) (@Zabehulah_M33) December 1, 2019
بهرنيو ځواکونو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
بګرام پوځي اډې ته څېرمه د نصرو کلي اوسېدونکو هم ويلي، د بګرام اډې کې له چاودنو وروسته د اورونو لمبې پورته کيږي، خو په اړه نور جزئيات نه دي ترلاسه شوي.
طالبانو د بګرام پوځي اډې کې دا چاودنې په داسې حال کې کړي، چې درې ورځې وړاندې د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سختو امنيتي تدابيرو پر مهال په نا اعلان شوي سفر د بګرام پوځي اډې ته راغلی و او د هغه له تلو دوه ساعته وروسته رسنيو د ډونلډ ټرمپ د سفر خبر خپور کړ.