د ملا عبدالسلام ضعيف نوی شعر

عبدالسلام ضعيف

چې په خاورو يې خوله ډکه سي مړيږي
تر هغه به په دنيا پسي تپيږي

د قدرت او د دنيا نشه يوه ده
په دې دواړو جاهلان خلک غوليږي

د انسان اميد د حرص په لومه بند دی
د سراب غوندي په وچ ناور ګډيږي

که د سرو او سپينو دوو شلو څښتن سي
د دريمي په طلب کې به لټيږي

د قارون غوندي که موړ سي وي به وږی
د نفس واړه خواهشات نه پوره کيږي

طبقات د ژوند توپير لري هر چاته
هر طبق تر بل طبقه پاته کيږي

مرګ ناڅاپه د هر چا په سر ګذار کړي
هر څه پاته سي خالي لاس روانيږي

د امتاع د غرور نه بايد هدف سي
وسيله د قوت و هر چا ته رسيږي

عزت حق د رب عطا ده په طاعت کې
د دنيا عزت ذلت ته ورستنيږي

د تقدير حصه معلومه د هر چا ده
په هر ځای کې هر ذي روحه ته رسيږي

که په ظلم، چالاکی او که په غلا وي
که دي غوښه د خولو سره توييږي

رزق هغه دئ نه نقصان نه زيادت کړي
ستا کمال نه دی نه ستا په توان ډيريږي

قناعت پر خپل قسمت باندي نعمت دي
خواص وګوره ضعيفه چې پوهيږي

عبدالسلام ضعيف

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
2 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

جوړ په خیر،
مولوی ضیعف صاحب سلامونه،
ښه شعر د لیکلی زه هم یو څه ورسره اضافه کول غواړم،
نوره دنیا هوسونو نه مړیږی،،،
افغانان سوله پسی سلګو سلګو ژاړیږی،،،
اوله سوله راوالی بیا کوی نصیحتونه،،،،،
خلک بیزار دی نه غواړی مکرونه فریبونه،،،،
تور یی پټکی تور یی واسکټ سپین یی کالی،،،،
توره یی دریشی سره یی نیکتایی ګیره خریی،،،،
دا ټول دی غلامان افغانان کندی ته ټیل وهی،،،،
دوی په خپله ډالر او کلداری په بوجی کورته راوړی،،،،
،،،،،،،،،،،،،،غمی پښتین،سټی کنډو پکتیا ګردیز،،،،،،،،،

مجاهد
میلمه
مجاهد

زمونږ یو ټوقی ملګری وو، هغه به ویل د شعر لیکل اسانه خبره ده په پنسل باندی نثر ولیکه او بیا یی منځ باک کړه او دوهم اړخ ته یی یو ردیف لغاتونه جوړ کړه مهمه نه ده چه هدف افاده کوی که نه. پشتین صاحب ستاسی پورتنی شعر چه می ولید کټ مټ د هغه ملګری خبره را په یاد شوه [ لمړی نیم بیتی مو که د اخری نیم بیتی سره ګز وګام کړی پته به ولګیږی چه شعر دی څومره پختګی لری ؟] بله حیرانوونکی داجه ، د هالیند امستردام له ### مو د ښکلی پکتیا ګردیز… نور لوستل »

,mujahid
میلمه
,mujahid

فیسبوک، رسنی، پاڼی او داسی نور ، عادل قاضیان نه دی چه خلک تفکیک او بیا یی څیړنی او تبصری نشر یا نشر نه کړی هر څوک د هر چا په هکله هر څه لیکلی شی دا دهغه کس د لیدلوری، خپلواکی، وجدان او عقیدی پوری اړه لری . شیطان کولای شی له پیغمبره شیطان جوړ کړی او دا کار کوی. ماغزه د تفکر او دانش او زړونه د ایمان او اندیشی مراکز دی هغه زړونه چه ایمان نه لری وجدان هم نه لری وجدان یا ضمیر هغه عادل قاضی دی چه د حریص نفس سره تل په مجادله کی… نور لوستل »

عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

«شیطان کولای شی له پیغمبره شیطان جوړ کړی او دا کار کوی.»

دا څه اپلتي دي؟ پیغمبر خو خلکو ته د لوی څښتن سبحانه پيغامونه او احکام رسوي او د هغه سبحانه استازی باله سي، او له ګناه څخه معصوم دی. نو شيطان بيا څنګه کولای سي له پيغمبره شيطان جوړ کړي؟ العياذ بالله !
وروره ! په ليکنو کي دي ډېر احتياط کوه. پر دې خبره دي تجديد نظر وکړه.