افغانستان

د کندز چارواکي: د طالبانو په برید کې یوولس دولتي عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۱۰ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د کندز ولایت ځايي چارواکي وايي، د امنیتي ځواکونو په مرکزونو باندې د طالبانو برید یوولس امنیتي ځواکونه وژلي.

د کندز ولایت د ولایتي شورا مرستیال «صدیق امیري» اطلاعات روز ورځپاڼې ته ویلي، چې تېره شپه شاوخوا یوولس بجې د کندز-خان اباد په لاره باندې طالبانو د امنیتي ځواکونو په مرکزونو بریدونه کړي، چې له امله یې امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې.

امیري زیاته کړه، په یادو بریدونو کې د اولې لوا د څلورم کنډک اړوند ۱۱ سرتېري وژل شوي او یو بل سرتېری ژوندی ورک دی.

بل لور ته طالبان بیا وایي، تېره شپه یې د کندز ولایت په بیلابیلو برخونو کې بریدونه کړی، چې په پایله کې یې ۱۸ تنه عسکر وژل شوي، ۶ ژوندي نیول شوي او ګڼ نور ټپیان دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x