د خاطرو ډیوه

سید عبیدالله نادر

نور زما د تصور په تل کې ستا د خاطرو د ډیوې رڼا مخ په تتیدو دی او اوس ستا د مخ تصویر څرنګه چې به پخوا هره لمحه هره شیبه زما د ذهن په آسمانونو کې ځلیده اوس زما د خیالونو په ورشو کې ستا انځور نه ښکاري، داسې ښکاري چې نور د تل لپاره زما د ذهن او زړه له دنیا څخه ته وځې، په حقیقت کې د زمانې سټریا او ناخوالو زما په ذهن کې ستا د تصویر مخې ته پرده غوړولې ده اوس په خوبونو او خیالونوکې هم نه راځې ستا د ښکلي مخ رڼا اوس زما د تصور په دیوالونو رڼا نه غورځوی ،څومره چي د خیال غیږه پراخوم ، او لیری لیری واټنو ته نظر زغلوم ،ستا تصویر نه ویینم ،ډیر کلونه دمخه به شپه اوورځ زما په تصور کې ګرځیدې .

د صاحبدل ژبه

داسې څوک نشته،چی شي پوه دهر یو ګل په ژبه
په غرو رغو کې ، د بورا او د بلبل په ژبه
خاونده ورکړه د رازونو نیازونو ژبه
چي وپوهــیږي ،د دردمن او صاحبدل په ژبه

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د