
د عزت الله ذکي درې شعرونه
عزت الله ذکي
د ژوند سلسله
زما دي عشق ته تلوسه وه په تلواره نه وه
د یو دیدن مي اندېښنه وه په یکباره نه وه
دنیوي مینه یو لحظه وه دوامداره نه وه
زما د روح ستړې دوره وه برقراره نه وه
څه په غمونو او دردونو باندي تېره شوله
د ژوندون لنډه سلسله وه وفاداره نه وه
آبد منزل ته په ورو ورو مزل ژر ورسېدم
دا د تېز باد يوه څپه وه په بارباره نه وه
قراره تاته په ګونډو او په څکېدو راغلمه
آغزن مسیر و نه ډېوه وه سمه لاره نه وه
ما ورته اوښکو نه یو ډکه پیمانه ډالۍ کړه
یار ویل زهرو نه ترخه وه مزه داره نه وه
باران د کاڼو تل اورېږي پر بارداره درخته
مالیار رېبلې يې ریښه وه ثمرداره نه وه
کبابوی هغوی د بل په درد چي خپله زړګی
په دردو ډکه يې سینه وه بې پرهاره نه وه
له انعاماتو يې محروم هغوی ته نه رسېږي
د چا چي ژبه په خوله وه شکرګذاره نه وه
تاته سپوږمۍ عاجزه وه دلبره مه شې نظر
د وصل شپه بله ډېوه وه خو هینداره نه وه
زه ګنهګار سرکښه یمه ستا د عفوي طامع
اﺉ ستر خالقه بېله تا مي بله چاره نه وه
ذکي آجل درپسي نن ډېر زیات لټون کولو
د روح قابضه مېلمنه وه دستور داره نه وه
توکل!
تل توکل په رب کوه چي مايوس نه شې
په هر دم رب يادوه چي بې وس نه شې
مصيبت کي که ايسار شوې خير يې غواړه
په آُميد رطب شکوه چي هيڅ بس نه شې
د پاک ذات د نعمتو ناشکري مه کړه
دا غضب ځان پوه کوه په هوس نه شې
په باطلو وسوسو که زړه سلطه شو
حق مطلب تعقيبوه چي قفس نه شې
په تدبير به خپل تقدير هيڅ تغير نه کړې
لوړ منصب مه خوښوه چي ته پس نه شې
د ظاهر پرځای باطن له باطل پاک کړه
د طيب لار خپلوه چي په ترس نه شې
ټول مخلوق ځمکه اسمان يې ثناخوان دي
ستر صاحب مه هېروه چي بې کس نه شې
آی ذکيه لېونيه!
لږ نظر کړه آې ذکيه لېونيه
ژوند سفر ده آې ذکيه لېونيه
مسافر دي ټول ستنيږي له دنيا نه
ځان چمتو کړه آې ذکيه لېونيه
په خندا وي که ژړا ژوندون تېريږي
تـل ژړا کړه آې ذکيه لېونيه
ټول د مرګ په انتظار قبر ته درومي
نن ستا وار ده آې ذکيه لېونيه
نيت صفا کړه که منزل اسانه مومې
زړه ښيښه کړه آې ذکيه لېونيه
ربه ته مو مستقيم پر لاره سيخ کړې
دا دعا کـړه آې ذکيه لېـونيه