افغانستان

ايکانوميسټ مجله: ټرمپ يو ځل بيا له طالبانو سره د سولې د تړون هڅه کوي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۱۰ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): له لندنه خپرېدونکې ايکانوميسټ مجلې د امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ له لوري له طالبانو سره د سولې خبرو بيا پيلېدو ته اشاره کړې او وايي، چې ټرمپ يو ځل بيا هڅه کوي، له طالبانو سره د سولې هوکړې ته ورسيږي.

مجلې ليکلي، په تېر سپټمبر کې، چې ولسمشر ټرمپ له طالبانو سره د سولې خبرو ودرولې، له هغه راهيسې تر اوسه کوم ځانګړی بدلون نه دی راغلی.

ايکانوميسټ افغانستان ته د ولسمشر ټرمپ د نااعلان شوي سفر يادونه کړي، چې نوموړي د بګرام امريکايي پوځي اډه کې له امريکايي پوځيانو مننه وکړه او په افغانستان کې يې د خپلو عسکرو د کمولو يادونه هم وکړه.

ټرمپ وويل، له طالبانو سره د سولې خبرې کوي، تر هغو به له افغانستانه خپل عسکر ونه باسي، تر څو له طالبانو سره د سولې هوکړې ته نه وي رسېدلي او يا يې هم بشپړه بریا نه وي ترلاسه کړي.

ټرمپ زياته کړې، چې په اوس مهال په افغانستان کې شاوخوا ديارلس زره امريکايي پوځيان پراته دي او غواړي، دغه شمېر ۸۶۰۰ عسکرو ته راښکته کړي.

له شاوخوا دوو مياشتو ځنډ وروسته د افغانستان سولې لپاره د امريکا خاص استازي زلمي خلیلزاد يو ځل بيا د خپل ماموريت په موخه سفرونه پيل کړي دي.

ډيپلوماټيکې سرچينې وايي، امريکايي او طالب ډيپلوماټان د سولې په تړون کار کوي او په لنډ وخت کې به هوکړې ته ورسيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاح استاذ بیانزی

د کابل د غلامانو او بادارانو سره سوله نه بلکه زمونږ له لوی ټاټوبی څه دغلامانو او بادارانو وتلو [[ هوکړه ]] باید ورته وویل شی . یعنی مجاهدین ورسره د دی هوکړه وکړی چه مجاهدین به یی د وتلو مزاحمت نه کوی لیاری به ورته خوشی کړی په دوه شرطونو: لمړی : د تیرو دوه پیړیو د مالی خساراتو او جانی تلفاتو جبران به کوی . دوهم: د کابل غلامان به له ځانه سره باسی او غلا شوی او غصب شوی سرمای به یی زمونږ هیواد ته مصادره کوی اصل موضع: جنګ او سبورتی مسابقو کی بایلونکی د جنګ… نور لوستل »

الحاح استاذ بیانزی

وبخښی دوه پیړی نه بلکه دوه لسیزی یی کړی .

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x