افغانستان

د هلمند ځایي چارواکي: د مارجې ولسوالۍ د نیولو په اړه د دفاع وزارت ادعا بې اساسه ده

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۱۰ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د هلمند ولایت ځایي چارواکو د ګډ حکومت د دفاع وزارت هغه ادعا رد کړه، چې ګواکي د هلمند ولایت د مارجې ولسوالۍ یې له څلورو کلونو وروسته د طالبانو له کنټرول څخه ایستلې.

د یاد ولایت د ولایتي شورا رییس «عطاءالله افغان» ازادي راډیو ته ویلي، چې امنیتي ځواکونو په مارجه کې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو د نیولو په برخه کې هیڅ پرمختګ نه دی کړی، ترسره شوي عملیات یوازې د اکمالاتو په هدف شوي او حکومت د سیمو د نیولو پلان نه لري.

د افغان په خبره، د مارجې د نیولو په اړه د ملي دفاع وزارت ادعا بې اساسه ده او موږ ته د منلو وړ نه ده، هلته اوس هم طالبان شتون لري.

په ورته وخت کې د ولایتي شورا مرستیال «عبدالمجید اخندزاده» هم په ورته نظر دی، د نوموړي په قول د مارجې ولسوالۍ نیول څه اسانه کار نه دی.

یاده دې وی، چې تېره شپه ناوخته د ګډ حکومت دفاع وزارت د یوې اعلامیې له لارې ادعا وکړه، چې مارجه ولسوالۍ یې له څلورو کلونو وروسته د طالبانو له لاس ایستلې او ټولې سیمې یې تصفیه کړې.

مارجه ولسوالۍ د هلمند له نا امنو ولسوالیو څخه ده، چې د روان کال په نیمایي کې یې هم د امنیتي ځواکونو له لوري د نیولو هڅې شوې وې، مګر په نیولو یې نه وو توانېدلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاح استاذ بیانزی

[[ کفر ]] کوم کنځل نه دی چه د مسلمانانو ته تخصیص شوی . [ حق پټولو ] ته وایی . دا چه کفار له خپل خالق چه دوی یی خلق کړی انکار کوی دا تر ټولو لویه حق پټونه ده. او تر هغه وروسته هر دروغ، غلا، درغلنی او داسی نور حق پټونی یعنی کفر دی. یعنی کفر هم درجی لری څومره که مسلمان هم یوه کوچنی حق پټونه کوی کفر ته نزدی کیږی د یو څو ډالرو او مقامو د پاره له الهی نظام څخه تیریدل او کفری نظام منل لویه حق پټونه یا له اسلامه وتل او… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x