ولې له طالبانو سره مخ کېدونکو خلکو کې بدلون راځي؟

وحيدالله ژمن

ستاسو به یاد وي چې بریتانوۍ خبریاله ایوان ریډلی د طالبانو له اسارت وروسته له طالبانو سره په نیک تاثر اخستلو سره مسلمانه سوه، او په دې اړه یې یو ډیر ګټور کتاب ولیکه .

په غزني کي دپارلمان یوه وکیله غالبا احمدي یې تخلص و څو ورځې له طالبانو سره د اسیرې په ډول پاته سوه چې خلاصه سوه ژړل یې، ویل یې طالبان تر ټولو خلګو ډیر شریف خلګ وه .

امریکایې پوځي برګیډال له طالبانو سره دزندان اوږده موده تیره کړه چې خلاص سو تر ټولو ډیر متاثر و او غالبا بیا مسلمان سو میډیا یې هر وخت دطالبانو صفتونه کول،
یوه جمله یې زما یاد ده وایې طالبان دټولي دنیا زړه سواند او مينه ناک خلګ دي،
بیا وروسته امریکایان دده له ناثراتو په عذاب سول بندي یې کړ او له میډیا یې بند کړ.

څو ورځې وړاندي په هلمند کې د اردو لس عسکر او اربکیان طالبانو له اسارته خلاص کړل چې را ووتل ټول له طالبي نوره ډک سوي وه، مطلق طالبان ځیني جوړ سوي و، او اوس یې د کابل ادارې ته ځواب ورکړی چې موږ نور د امریکایې ګټو لپاره نسو جنګیدلی.

د امریکایې پوهنتون دوه پروفیسران له طالبانو سره زندانیان وه چې خلاص سو یوه یې میډیا ته ویلي چې طالبان ډیر مننه او زړه سواند خلګ وه نیک تاثر یې اخستی دهغوی په اړه اوازه ده چې داسلام مبارک دین یې هم قبول کړی.

تورن اسماعیل خان له طالبانو سره سخت زندان تیر کړ یو وخت مې د نوموړي زړه مرکه اوریده: ویل یې چې طالبان په افغانستان مذهبي او فکري خلګ دي، ماته د کابل په ادره کې تر خدمت دا غوره وه چې تر اوسه لا له طالبانو سره اسیر وای.

دا ډول هغه خلګ چې له طالبانو سره ملاقات کوي او یا هغوی له نژدي پيژني او یا ورسره اوسیږي، هغوی ټولو په یونه یو ډول له طالبه طالبي رنګ اخستی او پر خپل زاړه تفکر یې پښیماني ښودلي.

خو بالعکس طالبانو چې څومره اوږده زندانونه له امریکایانو، پاکستانیانو او یا دکابل له ادارې سره تیر کړي بد تاثر یې اخستی او تر پخوا څو چنده نور هم خپل فکر ته وفادار سوي.

چې ددې ټولو خبرو اصلي لامل به تاسو ته مالوم وي، که څنګه؟

وحیدالله ژمن

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

زمونږ د مبارک دين په لمړنيو مسلمانانو( اصحاب کرامو) کی به چی چا اسلام منی د هغه لپاره به کوم دنيوی امتياز شتون نه درلود ، يوازی د رسول الله صلی الله عليه وسلم د نيکو اخلاقو تاثير و ، او همدارنګه ځنی نور کرام بيا د همدی لمړنيو مسلمانانو د نيکو اخلاقو له وجی اسلام ومنی ، د دی مبارکو لپاره نه يوازی داچی په اسلام کی دنيوی اسری نه وی خو برعکس سختی او تکلفونه هم ورسره تړلی وه ، خو دا هرڅه يی په صبر او سړه سينه منلی وه . دا چی ودی اسټراليايی ته به… نور لوستل »

Said Z.
میلمه
Said Z.

ژمن ورور ته.
ښه مقاله دى ليکلى ده.

عادل عادل
میلمه
عادل عادل

طالبان کرام سپين او سپېڅلي خلک دي،
دوستي او دښمني يې د خدای تعالی لپاره ده
د ملامتوونکو د ملامتيا وېره او پروا نه کوي
طينت يې له رياء ، ځان ښودنې او ځانغوښتنې پاک دی
که څوک خپله په خپل ځان کې خچ و خار ونلري کله هم طالبان کرام بد نه ايشوي
دمتم

A saeed
میلمه
A saeed

دا ده حق او باطل فرق ده