افغانستان

روسیې کې سيند ته د مسافر وړونکي موټر د غورځېدو له امله ۱۹ کسان مړه شوي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۱۰ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د روسې په ختيځه سيمه سابیریا کې يو مسافر وړونکی بس بې واکه شوی او منجمد سيند ته غورځېدلی دی.

ژغورونکې ډلې وايي، په دغه پېښه کې ۱۹ کسان وژل شوي او ۲۱ نور ټپيان دي.

د پولیسو په وينا، پېښه د موټر ټاير چاودېدو له امله رامنځته شوې او مسافر وړونکی موټر له پول څخه شل فوټه ښکته منجمد سیند ته غورځېدلی دی.

روسي چارواکي وايي، د پېښې په اړه پلټنې کوي او په دې اړه به وروسته له رسنيو سره معلومات شريک کړي.

د يادونې وړ ده، چې روسيه کې د ترافيکي قوانينو نه عملي کېدو له امله هر کال زرګونه کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

https://twitter.com/duma_gos/status/1201050557542219776

د چارواکو له لوري په خپاره شوي راپور کې راغلي، چې يوازې تېر کال په ټوله روسيه کې د ترافيکي پېښو پر مهال ۱۸ زره او ۲۱۴ کسان وژل شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x