د عراق پارلمان د لومړي وزير عبدالمهدي استعفا ومنله

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۱ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د عراق پارلمان تېره ورځ د لومړي وزير عادل عبدالمهدي استعفا ومنله او له ولسمشر څخه يې وغوښتل، چې پارلمان ته نوی لومړی وزير معرفي کړي.

د عراق رسمي راډيو تلويزيون د پارلمان د رئيس محمد الحلبوسي له قوله ليکلي، چې د اساسي قانون د ۷۶مې مادې له مخې به له ولسمشر صالح برهم څخه د نوي لومړي وزير د معرفي کېدو غوښتنه وکړي.

پارلمان د لومړي وزير استعفا په داسې حال کې منلې، چې له تېر اکتوبر مياشتې راهيسې په عراق کې د حکومت پر ضد له تاوتريخوالي ډکې مظاهرې روانې و، د دغو مظاهرو پر مهال لږ تر لږه ۴۲۰ کسان وژل شوي او زرګونه نور ټپيان شوي وو.

عراق کې د اهل تشيع سترې ديني مرجع اية الله علي سيستاني د تېرې جمعې په ورځ له پارلمانه وغوښتل، چې له لومړي وزير څخه د باور رايه سلب کړي او ورپسې لومړي وزير عادل عبدالمهدي هم استعفا وکړه.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د