
کندز: د طالبانو د بريدونو له ويرې دولتي ځواکونه له دوو قرارګاوو تښتېدلي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۱ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): په کندز ولايت کې دولتي ځواکونو دوه قرارګاوې وروسته له هغه پرېښي او ورڅخه په تېښته بريالي شوي چې د طالبانو د ممکنه بريدونو راپورونه يې ترلاسه کړل.
د کندز يو تن سيمه ييز قومندان د نوم نه ښودلو په شرط رسنيو ته ويلي دي چې د کندز مرکز او خان اباد ترمنځ چنځايي او کټه خېلو سيمو کې دولتي ځواکونو د طالبانو د بريدونو له ويرې دوه قرارګاوې پريښي دي او د کندز ښار ته تښتېدلي دي.
ياد قومندان ويلي دي چې دوی معلومات ترلاسه کړي دي چې تيره شپه پرې طالبان بريدونه کوي خو دوی سره د مهماتو د کمښت او تازه دمو ځواکونو د نه لېږد له امله يې قرارګاوې پريښي دي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو وړمه شپه د کندز مرکز اړوند کټه خېلو ته څیرمه د ميري باغ په نظامي قرارګاه بريد وکړ او ويې نيوله.
په هغه بريد کې نهه تنه دولتي عسکر وژل شوي وو او شپږ نور طالبانو ژوندي نيولي وو.
تر اوسه د کندز ولايتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.