د اچین اوسېدونکي: د «بمونو مور» ناروغۍ زيږولي او کښتونه یې وچ کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۱ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د افغانستان په ختیځ کې د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، ددوی په سیمه باندې د امریکا له لوري د «بمونو مور» تر غورځولو وروسته په سیمه کې ګڼې ناروغۍ راپیدا شوې او کښتونه وچ شوي.

د سیمو اوسېدونکو طلوع نیوز ته ویلي، په سیمه کې ډول،ډول ناروغۍ راپيدا شوې او ځمکه هیڅ حاصل نه ورکوي.

د اچین ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی «سید پاچا شینواری» وایي « د بمونو مور دلته غورځول شوې، تاسو وینئ، چې ډبرې په اسانۍ ماتېږي، کښتونه او ونې وچې شوې او په نږدې سیمه کې له ۴۰-۵۰ کورونو پورې په بشپړ ډول برباد شوي.»

د «جمروز» په نوم یو بل تن وایي «ګڼې ناروغۍ پیدا شوې، هغه سیمه چې بم پکې غورځول شوي، زیاتره اوسیدونکي یې د پوستکي له ناروغۍ ځورېږي.»

د سید امین الله په نامه یو تن هم دې حالت اندېښمن کړی، د نوموړي په قول، په سیمه کې کښت او درمند د پخوا په څېر نه دی پاتې.

په ورته وخت کې د نظامي چارو کارپوه «عتیق الله امرخېل» وايي « ددې بم غورځول درې ناوړه پایلې لري، لومړی دا چې په سترګو اغېزه کوي، د سیمې خلګ به د سترګو له خارش څخه ځورېږي، ددې تر څنګ به د سیمې خلګ په ساه اخستلو کې ستونزې لري او په نویو زېږېدلو ماشومانو کې به یې هم منفي اغېزې لیدل کېږي.»

بل لور ته د ننګرهار ولایت د عامې روغتیا رییس «سید ظاهر عادل» هم دا ادعاوې مني؛ خو په خبره يې، دوی تر دې دمه اسې ناروغي نه ده موندلې، چې د بم له غورځولو سره دې اړه ولري.

یاده دې وي، چې کابو دوه نیم کاله وړاندې امریکایي چورلکو په اچین ولسوالۍ کې د داعش ډلې د له منځه وړلو په پلمه ستر بم وغورځاوه، چې دوی د بمونو مور ونوماوه.

د امریکا دا ګام د ګډ حکومت له هرکلي؛ خو د افغانانو له سخت غبرګون سره مخ شو، پخوانی ولسمشر «حامد کرزي» امریکا تورنه کړه، چې له افغانستان څخه د خپلو وسلو دلابراتوار په حیث کار اخلي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د