مشرانو جرګه: د مالیې وزارت ملي بودیجه غلا کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۱ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت د مشرانو جرګې یو شمېر غړو د ماليي وزارت سرپرست «همایون قیومي» د افغانستان له ملي بودیجې څخه په غلا تورن کړی.

که څه هم د ماليې وزارت سرپرست د مشرانو جرګې ناستې ته نه وو ورغلی؛ خو د یاد وزارت مالي مرستیال «زاهد همدرد» د سناتورانو پوښتنو ته ځوابونه وویل.

په یاده ناسته کې د مشرانو جرګې د شکایتونو د اورېدلو د کمېسیون رییس «زلمي زابلي» وویل « په روان کال مالي کال کې ۱.۷ میلیارده افغانۍ په ناقانونه ډول د ولسمشر ۹۱ کود ته ور اضافه شوې، چې پرته له شکه د افغانستان د خلګو له پیسو څخه غلا ده.»

نوموړي زیاته کړې « په دې ډول وزارت دې لعنت وي، چې د ملت له پیسو غلا کوي.»

د یادې جرګې یوې بلې غړې «نبیه مصطفی زاده» وویل « په ماليې وزارت کې عدل او توازن شتون نه لري او دا مساله ښيي، چې د یاد وزارت مدیریت کمزوری دی او یوازې د خپلو شخصي ګټو لپاره په کار بوخت دی.»

ددې تر څنګ سناتورانو د مالیې وزارت تورن کړی، چې په روان کال کې یې ددوی هيڅ سپارښتنه او وړاندیز نه دی عملي کړی.

د مالیې وزارت مالي مرستیال «زاهد همدرد» هم ځیني ستونزې مني؛ خو په خبره یې، ۹۱ کود ته انتقال شوې پیسې بې ځایه او ناقانونه نه دي لګول شوي؛ بلکې په امنیتي برخه کې په مصرف رسېدلي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د