د بندیزونو سربېره هوواوې ایپل شرکت وروسته پریښود

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۱ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د ځیرک مبایلونو چینایي مشهور شرکت «هوواوې» لپاره د ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹م کالونه د ګڼ شمېر بندیزونو سره تېر شول خو ددې سربېره یې هم په نړۍ کې دویم مقام خپل کړی دی.

د امریکا حکومت لخوا پر هوواوې شرکت سوداګریز بندیزونه پورې شوي وو او ددوی جواز یې ځنډولی و، دغه راز ګوګل هم پر دوی خپل ځینې کاریالونه بند کړي وو او د هوواوې د ژر له منځه تلو ادعا یې کړې وه.

د بندیزونو په لومړیو کې هوواوې شرکت ته پراخ مالي زیانونه رسیدلي وو چې دوی پرې اعتراف هم کړی و، او ویل کېدل چې د زیاتو زیانونو له کبله به دغه شرکت د سترې خسارې سره مخ شي خو هوواوې په یوه بل پسې غوره مبایلونه او نور توکي وړاندې کړل او مینوال یې نا امیده نه کړل.

د هوواوې د ۲۰۱۹م کال ځانګړی ځیرک مبایل

هوواوې شرکت د ګوګل او د امریکا حکومت سوداګریز بندیزونو سره د سیالۍ لپاره خپل د مبایل چلوونکی سیستم وړاندې کړ تر څو د ګوګل کاریالونو په نه شتون یې د کاروونکو پرمخ وړاندې کړي.

د یادو بندیزونو او ستونزو سربېره یو شمېر راپورونه وایي چې هوواوې شرکت د ۲۰۱۹م کال په زیاتو مبایلونو پلورلو کې دویم مقام خپل کړی دی، او ایپل شرکت ته یې سخته ماتې ورکړې ده.

د مبایل شرکتونو پلور څارنې ادراه وایي چې د کوریایي شرکت «سامسنګ» څخه وروسته چینایي شرکت «هوواوې» په زیاتو مبایلونو پلورلو کې دویم مقام خپل کړی دی.

د یادې ادارې د راپور سره سم هوواوې شرکت د ۲۰۱۹م کال په دریمه برخه کې ۶۶ملیونه او ۲۰زره مبایلونه او ایپل ۴۴ملیونه او ۶۰زره مبایلونه پلورلي دي، مګر سامسنګ شرکت بیا د ۸۸ملیونه او ۲۰زره مبایلونه پلورلو سره د تېر په څېر لومړی مقام لري.

د ایپل شرکت ۲۰۱۹م کال وړاندې شوي ځیرک مبایلونه

په راپور کې ویل شوي دي چې د ۲۰۱۹م کال په دریېمه برخه کې په پلور شویو مبایلونو کې ۲۱سلنه سامسنګ، ۱۸سلنه هوواوې او ۱۲ سلنه د ایپل دي.

په نورو شرکتونو کې اوپو په څلورم او شیاومي په پنځم نمبر ټاکل شوې دي، د راپور په وینا د ۲۰۱۹م کال په دریمه برخه کې په مجموعي ډول ۳۸۰ ملیونه مبایلونه پلورل شوي دي.

ویل کیږي چې «اوپو»، «شیاومي» او «ریل مي» درې نوي داسې شرکتونه دي چې په راتلوکې نږدې کې کولای شي سترو شرکتونو ته ماتې ورکړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د