لالیګا: د میسي پر مټ برسلونا مهمه بریا خپله کړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۱ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د برسلونا لوبډلې مشهور نامتو لوبغاړي لیونل میسي یو وار بیا په لالیګا فوټبال لیګ کې خپلې لوبډلې ته په زړه پورې ګول وهلو سره بریا ورکړه، او په جدول کې یې یو وار بیا لومړی مقام خپل کړ.

د اسپانیا په مشهور لیګ «لالیګا» کې تېره شپه د برسلونا او اتلاتیک مدرید لوبډلو ترمنځ سیالي ترسره شوه چې دواړو خواوو په زړه پورې لوبه وکړه خو په وروستیو شېبو کې میسي ګول وواهه او لوبډله یې له ماتې وژغورله.

دغه سیالۍ چې د اتلاتیک مدرید په کوربه توب په «ونډا پیټروپالیټانو» لوبغالي کې ترسره شوه چې د لوبې لومړۍ برخه د اتلاتیک مدرید په نوم وه، دوی په مخالف ګول سختې حملې وکړې خو د برسلونا ګول کیپر د ټولو مخه ونیوله.

دویمه نیمایي هم د دواړو لوبډلو لخوا په زړه پورې وه خو په ۸۶مه دقیقه کې لیونل میسي جالبه منډه واخیسته او په ډير مهارت یې د نړۍ په لومړي مقام لرونکي ګول کیپر «جان اوبلاک» ګول وکړ او په ۱-۰ یې بریا خپله کړه.

اوسمهال د لالیګا لیګ په جدول کې له ۱۵ لوبو وروسته برسلونا په ۳۱ پواینټونو لرلو سره لومړی او ریال مدرید په ۳۱ پواینټونو لرلو سره په دویم نمبر ده، برسلونا تر دې دمه زیات ګولونه وهلي نو ځکه یې له ریال مدرید څخه لومړی مقام خپل کړی دی.

د ریال مدرید او برسلونا ترمنځ د لالیګا لیګ لومړۍ سیالۍ «الکلاسیکو» به د دیسمبر میاشتې په ۱۸مه نېټه ترسره کیږي، دغه سیالۍ په ستمبر میاشت کې ترسره کېدونکې وه خو د ځینو ستونزو له کبله وځنډول شوه.

د یادونې وړ ده چې لیونل میسي د Ballon d`Or سترې نړیوالې جایزې لپاره … شوی چې په ګټلو کې یې د لیورپول دفاعي لوبغاړي ورجل وندایک سره سیالي ده، شونې ده میسي دغه جایزه د شپږم وار لپاره هم په خپل نوم کړي، ددغې جایزې اعلان نن د فرانس په پاریس ښار کې د یوه کانفرانس له لارې ټاکل شوی دی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د