کابل ښار کې پنځو دولتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۱ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د کابل ښار په ختيځ نهمې حوزې کې د امنيتي ځواکونو پر موټر ډزې شوي، چې له امله يې دوه عسکر وژل شوي دي.

د کورنيو چارو وزارت د پېښې پخلی کړی دی.

د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي د نامعلومو وسله والو په برید کې دوه عسکر وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

هغه ووايي، بریدګر په تېښه بریالي شوي او پوليسو د پېښې پلټنه پيل کړې ده.

تر اوسه د پېښې مسؤوليت چا نه دی منلی.

د يادونې وړ ده، چې د لرې پرتو سيمو سربېره پلازمېنې کابل کې ناامني ورځ تر بلې ډېريږي او په خپله د عسکرو او پوليسو ژوند له ګواښونو او ننګونو سره مخ وي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د