افغانستان

سرچينه: امريکا او اروپا د چين بین الافغاني ناستې د جوړېدو مخالفت کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۱ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د چين پلازمېنې بيجينګ کې د افغانستان سولې په اړه کېدونکې بین الافغاني ناسته څو ځله وځنډول شوه او تر اوسه هم نه ده روښانه چې دا ناسته به ترسره شي که نه.

يوې باوري سرچينې ويلي، د کابل اداره د امريکا او اروپايي ټولنې په لمسون د دغې ناستې د جوړېدو مخنیوی کوي او د دغې غونډې د جوړېدو له ناکامۍ وروسته ښايي طالبان او افغان سياستوال د جرمني په کوربه توب ناسته وکړي.

په اسلام اباد کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د افغانستان سفير ملا عبدالسلام ضعيف ويلي، تر اوسه د چين بین الافغاني ناستې د لغوه کېدو او جرمني غونډې د جوړېدو تاييد نه دی شوی، خو د سولې د چارو کابل مېشتی فعال مولوي قلم الدين وايي، د چين بین الافغاني ناستې د ځنډېدو په بدل کې ښايي د جرمني په برلن ښار کې د سولې په اړه بین الافغاني ناسته جوړه شي.

د مولوي قلم الدين په وينايي کېدای شي دوه اونۍ وروسته د برلن بین الافغاني ناسته ترسره شي.

د طالبانو د سیاسي دفتر مرستيال او له امریکا سره د خبرو لپاره د هغوی سر مرکچي شېر محمد عباس ستانکزي وړمه ورځ د قطر پلازمېنې دوحه افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له استازي رونالډ کوبيا او همدارنګه د جرمني له استازي مارک پورټزل سره د سولې په اړه خبرې کړي دي.

مارک پورټلز تر دې وړاندې ويلي و، هېواد يې په برلن ښار کې د طالبانو او افغانستان سياستوالو د ناستې لپاره تياری لري.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله

حتما به یی مخالفت کوی زکه دا لنگه غوا غربیان کله شرقیانو ته په مفته او بی امتیازه ورکوی.

اجمل

نو ولی نه پوهیږی چی جنګ د پردیو اقتصادی جنګ دی چی په منځ کی یی بیچاره افغانان وژل کیږی. اوس که طالبان په ریښتیا استقلالیت لری نو بیا دی نه د امریکی پروا وکړی او نه هم د اروپا دی غونډی ته دی خپل هیت ولیږی.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close