استرالیا پاکستان ته ټیسټ کې تاریخي ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۱ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د استرالیا کرېکټ لوبډلې پاکستان لوبډلې ته په دویمه ټیسټ سیالۍ کې هم تاریخي ماتې ورکړه او سیریز یې په ۲-۰ وګاټه.

په استرالیا کې دا د پاکستان لوبډلې پرلپسې شپږم سیریز دی چې ماتې خوري خو تر ټولو ستره او تاریخي ماتې یې په دې سیریز کې وه چې دواړه لوبې یې د یوې بشپړې پاڼۍ په توپیر وبایللې.

استرالیا لوبډلې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې د ډیویډ وارنر درې ګونې سلیزې په مرسته «۵۸۹» منډې جوړې کړې خو پاکستان د دوه پاڼیو په ځواب سره ټولې «۵۴۱» منډې جوړې کړې او د یوې پاڼۍ او ۴۸ منډو په توپیر یې ماتې وخوړه.

له دې وړاندې پاکستان پرلپسې شپږ واره استرالیا ته سفر کړی او شپږ واره واړه یې په ټيسټ سیالیو کې ماتې خوړلې ده.

ډیویډ وارنر چې درې ګونې سلیزه ووهله او «۳۳۵» ناسوزېدلې منډې يې جوړې کړې د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو، دغه راز یې په لومړۍ سیالۍ کې هم سلیزه وهلې وه چې تر ټولو زیاتې منډې جوړونکی لوبغاړی دی، نوموړي د سیریز غوره لوبغاړي جایزه هم وګټله.

ډیویډ وارنر په دوه پاڼیو کې ټولې «۴۸۹» منډې جوړې کړې، دغه راز مانس لابشنګ «۳۴۷» منډې جوړونکی استرالیایي لوبغاړی و، د پاکستان لخوا یوازې بابر اعظم وځلید چې دوه سلیزې یې ووهلې او ټولې یې «۲۱۰» منډې جوړې کړې.

د څلورو پاڼیو سربېره په ویکټو کې هیڅ پاکستانی توپ اچونکی په مخکښ لوبغاړو کې ځای نه لري، د استرالیا لخوا په دوه پاڼیو کې یوازې میچل سټارک ۱۴، جوش هازیلووډ ۱۰ او پیټ کمینز ۸ ویکټې واخیستې. شاهین افریدي ۵ او یاسر شاه ۴ ویکټې واخیستې.

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې پاکستان په لومړۍ ټیسټ سیالۍ کې د یوې پاڼۍ او ۵ منډو په توپير ماتې خوړلې وه، دغه راز یې په درې شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ کې هم کومه بریا خپله نه کړه.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د