افغانستان

ننګرهار کې زرګونو خلکو د ۰۲ قطعې له لوري د ملکيانو د وژل کېدو پر خلاف لاريون وکړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۱ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): صفر ۲ قطعې يو ځل بيا د ننګرهار په شينوارو ولسوالۍ کې د ښوونځي زده کوونکی هلک او د هغه پلار په ډزو وژلي او د سيمې زرګونو خلکو د دې پېښې پر خلاف لاريون وکړ.

د سيمې خلک وايي، صفر ۲ قطعې تېره شپه د شينوارو په اچين ولسوالۍ کې يو زوی او پلار د خپلو ماشومانو په مخکې وژلي او د سيمې زرګونو پارېدلو خلکو د پېښې د غندنې پر خلاف لاریون وکړ.

زرګونو پارېدلو لاريونوالو له نن سهار راهيسې د تورخم جلال اباد لویه لاره تړلې وه، ويل يې، چې دواړه وژل شوي کسان ملکيان وو، له هېڅ مخالفې ډلې سره يې تړاو نه درلود او د دولتي عسکرو پر خلاف يې شعارونه ورکول.

د ننګرهار ولايت چارواکو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

دولتي عسکر د بهرنيو ځواکونو په ملتيا نږدې هره شپه د ننګرهار سربېره د هېواد په ګڼو سيمو کې شپنیزې چاپې وهي، په هره چاپه او عملياتو کې ملکيان خپل ژوند له لاسه ورکوي، خو د ګډ حکومت چارواکي لا هم د ملکيانو د وژل کېدو خبره نه مني.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
,mujahid

قطعه صفر دو یی هسس فارسی نوم ورکړی، دا د امریکا د سی ای ای په قومانده افغانی سی ای ای استخبا راتی وحشی امنیتی وحشتد عسکر دی، هغوی ته هر افغان حتی که د دوی غلامان هم وی ، مجاهدین دی هغوی د مسلمانو افغانانو نسل ختمول غواړی که هغه د هوا له لیاری او یا د وچی او لمدی له لیاری ، که هغه د نشه توکو د تولید او ترویج او که هغه د هوا د الودګی او اتومی او ذوری وسلو له لیاری وی او که هغه د شپی او یا د ورځی د ډرون او… نور لوستل »

عبدالله

دا ظالمان بیا د وطن د ساتنی په پلمه اولس تر تیغ تیر کرل، خدای تعالی دی سزا درکری.د کافر خخه خو گیله نسته د همدی لپاره راغلی، تاسو او طالبان ولی خلگ وژنی؟

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close