روغتیا

ورځ کې درې واره غاښونه پاکول مو د زړه ناروغیو څخه ژغورلی شي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۱ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): پوهان وایي چې ورځ کې لږ تر لږه درې واره غاښونه پاکول د زړه ناروغیو په خطر کې ۱۰سلنه کموالی راولي.

په عام ډول پوهان یو عام وګړي ته په شپه او ورځ کې دوه واره (سهار له ویښېدو وروسته او شپې له ویده کېدو وړاندې) د غاښونو بورس کولو سپارښتنه کوي.

د سویلي کوریا د پلازمینې په ایهواویمن پوهنتون کې د زړه ناروغۍ او غاښونو پاکولو ترمنځ څیړنه ترسره شوه، دوی ویلي چې د دواړو ترمنځ ژوره اړیکه موندل شوې ده.

پوهان وایي چې غاښونو پاکولو سره د ((Atrial fibrillation ګواښ کمیږي، اټریئل فیبریلیشن داسې ماده ده چې د زړه ټکان اغیزمنوي.

د څیړنې مشر ډاکټر ویلي «مونږ د اوږدې مودې لپاره د یوه ستر ګروپ څیړنه وکړه کوم کې چې مونږ غوره پایلې وموندلې.

پوهان وایي چې څو واره غاښونو بورس کولو سره غاښونه، ورۍ او په خوله کې موجودې باکتریاوې کمیږي، چې له کبله یې دغه باکتریاوې د خولې له لارې بیا وینې ته نشي داخلیدلی.

له دې وړاندې هم د سویلي کوریا پوهانو د ۴۰ او ۷۹ کلونو عمر ترمنځ د ۱ لکو ۶۱زره کسانو څیړنې سره د روغتیا او پاکوالي، او د زړه ناروغیو ترمنځ اړیکې څیړلې وې.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

ګرانو وړونو
زه نه د مسواک تجار یم او نه مسواک خرڅوونکی یم چی څرګندوَنه می په یو مادی تبلیغ تعبیر شی بلکه فقط د الله د رضا لپاره خپله تجربه در سره شریکوم.
د ورځی درې څلور ځله د نرم مسواک استعمال او په درو څلورو ورځو کی د غاښو د بُرس او کرِیم استعمال به د غاښو د روغتیا د ادامې سره ډېره اعجاز آمېزه مرسته وکړای سی. فقط بې خبره کسان د مسواک پر اصالت خاندی حال دا چی مسواک د غاښو د روغتیا یوازنی ضامن دی البته د مسواک استعمال هم ځانته خاص اسلوب او آداب لری د وهابیانو غوندی مسواک چی همیشه په خوله کی وچ او نری لرګی اړَوی را اړوی ګټه نه بلکه ضرر هم لری.
مسواک باید همیشه نرم او ګڼ ااو ریښه لرونکی او لوند او خوشبوی وی چی پکی ټول ګټور مواد ئې غاښونو ته انتقال سی او د استعمال موده ئې هم باید حد اکثر یوه دقیقه وی چی البته د ټولو غاښونو لپاره کفایت کوی ضمناً د کیمیاوی کرِیم ورځنی استعمال ته هیڅ اړتیا نسته او هغه څوک چی له مسواک سره مینه نلری نو هره ورځ دی دوه درې ځله فقط د غاښو بُرس بېله کرِیم څخه وکاروی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close