نړۍ

پاکستاني ځواکونه پرشمالي ورزیرستان باندي دعملیاتو لپاره دتیارسي په حالت کي دي

norht_ans_south_wazeristan(نن ټکی اسیا مي ۲۰۱۱/۳۱)واشنګټن: دامریکي دفوځ لوی درستیز مایک مولن خبرورکړی دي چي په نژدي راتلونکي کي به پاکستاني ځواکونه ددوي په وینا دتروریستانو په خلاف په شمالي وزیرستانن کي په پراخو عملیاتو لاس پوري کړي.

مایک مولن زیاته کړه دابه ډیرسترعملیات او مهمه جګړه وي له مختلفوخبري رسنیو سره دخبرو پرمهال نوموړي زیاته کړه، زما له ډیرو مهمو دندو څخه یوه هم دغه دنده وه چي دپاکستان او امریکي ترمنځ اختلاف اولري والي له منځه یوسم، ځکه چي پاکستان او امریکه یو له بل سره ډیري پخواني اوټینګي اړیکي لري.

نوموړي زیاته کړه تیره اوني دامریکي دبهرنيو چارو له وزیري سره یوځاي پاکستان ته راغلم ترڅو پاکستاني چارواکوته یوځل بیا باور ورکړم چي امریکا دپاکستان نژدي ملکري هیواد دي، ځکه چي داسامه له وژلو وروسته مونږ له ډیرنازک دور څخه تیریږو.

مایک مولن زیاته کړه دامریکي متحده ایالاتو لاله ډیره پخواڅخه غوښتنه درلوده چي پاکستان حکومت دي دحقاني ډله له منځه یوسی، ځکه چي له امریکي سره داشک پیدا دي چي پاکستاني چارواکي دحقاني ډلي سرپرستي کوي.

خبري سرچیني وایی چي دامریکي دبهرنیو چارو دوزیري او دمایک مولن له راتګ څخه وروسته په شمالی وزیرستان کی دعملیاتو په اړه پاکستان اوامریکا کومي پایلي ته رسیدلي دي.

دپلان له مخي پاکستاني هوایی ځواکونه مخکي له دي څخه چي ځمکني قواوي سیمي ته داخله وي، باید دوسلوالو مرکزونه ترسختو هوایی بریدونو لاندي راولي ترڅو هغوي کمزوري کړی او ځمکني عملیاتو ته لاره هواره کړي، اوس اوس پاکستان له افغانستان سره پرپوله باندي ۱۴۰۰۰۰ عسکرځاي پرځاي کړی دي.

خو په واشنګټن کي ځیني دعسکري چارو پوهان وایی چي پاکستان باید په سیمه کي خپل عسکر نور هم زیات کړي، ځکه اوسني ۱۴۰۰۰۰ عسکر به ونشي کړاي چي هم سیمه وساتي اوهم دي دوسلوالو په خلاف جګړه مخ ته بوزي.

مایک مولن زیاته کړه مونږیو دتیري اوني په خبروکي یو اوبل ته ډیري څرګنده اوښکاره خبري وکړي، نوموړي زیاته کړه زه پوهیږم دپاکستان فوځ اوس دی ته تیارشوی دی چي خپل ګریوان ته سرټیټ کړي اوکومي نتیجه ته ورسیږي اودپاکستاني فوځ دارنګه هڅو ماته ډاډ رابخښلی دي.

نوموړي زیاته کړه ماله پاکستاني عسکري چارواکو څخه  ډیرڅه واریدل ورته غوږمي ونیوي اومونږ باید وړاندي وګورو اوپه ګډه کاروکړو چي داډیره مهمه خبره ده چي دواړه لوری باید په ګډه سره وړاندي روان شي.

مولن زیاته کړه داچي خبري رسنیو را اخیستي ده چي زما دتیري اوني خبری له پاکستاني چارواکوسره ډیري ترخي توندي وي، بی ځایه خبره ده، دواړو لوري یو اوبل ته ډیري سپیني ښکاره خبري وکړي پرډیور مسئلو باندی وږغیدو، اوله پاکستاني چارواکوسره زما مجلس په ډیرخوشګوار ماحول کي پای ته ورسیدي.

مایک مولن زیاته کړه دامریکي دبهرنیو چارو دوزیري وپاکستان ته دراتګ مهم اړخ داوو ترڅو پاکستاني چارواکوته ډاډ ورکړي چي پاکستاني لوړرتبه چارواکو په ایبټ ابادکي داسامه د اوسیدوپه اړه مالومات نه درلودل اونه یی هم  له قاعدي سره کومي اړیکي وي، نوموړي زیاته کړه پاکستان دنړي په یوه ډیره ارزښتناکه خطه کي پروت ده

اودا دامریکي له پاره ډیره اړینه ده چي له پاکستان سره اوږدي دوه طرفه اړیکي ولري ترڅو ددوي په وینا پاکستان دتروریزم له شره څخه وساتي.

له بله لوري یو پاکستاني لوړرتبه چارواکي دمایک مولن دخبرو پخلي کړي دي اوزیاته کړی یی ده چي پاکستاني ځواکونه دي ته تیاری کوي ترڅو له افغانستان سره پرپوله باندي دوسلوالو په خلاف په عملیاتو لاس پوري کړی، داچي په وزیرستان کي دعملیاتو خبره ډیره حساسه ده پاکستاني چارواکي دخپل نوم له اخیستلو څخه ډډه کړی ده.

له بلي خوا په سیمه کي لا له وړاندي څخه دبشري ټولنو ودفترونوته خبر ورکول شوی دي چي دممکنه عملیاتو په صورت کي د۳۶۵۰۰۰۰ بي ځایه کیدونکي خلګو لپاره دسرپناه چاري ولټوي،

ډآن نیوز……….. ژباړه            بخت الرحمن بخت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x