د نقيب الله مسيد پلار محمد خان مړ شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۱ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د نقيب الله مسيد پلار محمد خان، چې له تېرو څو مياشتو راهيسې د سرطان له ناروغۍ کړېده، نن د راولپنډۍ په يوه روغتون کې ومړ.

د محمد خان کورنۍ وايي، د هغه جنازه به سبا په ټانک سيمه کې ادا کيږي او بيا به د وزيرستان په مکين پلرنۍ هديره کې خاورو ته سپارل کيږي.

نقیب الله مسيد هغه ځوان و، چې شوقي ژوند يې تېراو، له ماډلينګ سره يې بې کچه مينه وه، په ټولنيزو رسنيو کې به يې خپل انځورونه خپرول.

نقیب الله مسيد

د ۲۰۱۸ کال په جنورۍ کې د پاکستان کراچۍ ښار کې پوليسو له خپل کوره ويستی و او د پوليسو مشر راو انوار له لوري د ترهګرۍ په تور له محکمې پرته وژل شوی و.

د نقيب الله مسيد پلار او خپلوانو يې په کراچۍ ښار د راو انور پر خلاف دوسيه رسمي کړه او هغه يې د خپل زوي په ناقانونه وژنه تورن کړی و.

د نقيب مسيد له وژل کېدو وروسته په کراچۍ، پلازمېنې اسلام اباد او نورو ښارونو کې د هغه د وژونکو پر خلاف پراخ لاريونونه پيل شول او د منظور پښتين په مشرۍ د پښتنو ژغورنې غورځنګ له دغه ځایه پيل شو، چې تر ننه روان دی.

د نقيب مسيد وژونکی پوليس افسر د څه وخت لپاره نيول شوی و، وروسته په ضمانت خوشې شو او د دې قضيې په اړه نور معلومات تر اوسه هم نه دي ترلاسه شوي او پلار يې د خپل زوی د شهادت په اړه د انصاف ترلاسه کولو له ارمان سره له فاني نړۍ سترګې پټې کړې.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

زه یی په اړه د یو ښه مسلمان باور ځکه نشم کولای چه شوقی او [[[ ماډلینګ )) یی ترسره کولو له بلی خوا که رشتونی مجاهد وی منظور پشتین په ځای به مجاهدینو ورباندی غیرت ترسره کړی وو، هر نفس د مرګ څکونکی دی مونږ او نور ټول خلک، حیوانات نبابات او ټول مخلوقات فنا کیدونکی دی او بس . روسانو افغانستان کی د کموستی راوړلو خبل نزدی لوی کمونست ملګری علی اکبر خیبر ووژلو چه خلق او پرچم سره یواو په ګډه کودتا وکړی هماغسی وشول، کیدی شی امریکایانو ، انګریزی یهودانو دغه کس وزلی او منظور پشتین… نور لوستل »