هیواد مو له ناسور زخمه دردیږي

حمزه حسیني

نن مې هیواد هغه ناسور زخمونه یو ځل بیا مخې ته کېښودل چې کفري اشغال یې پر وجود جوړ کړي وو، نور یې ددردونو تاب له لاسه ورکړی و، کلونه تېر شول خو پرهر یې ټکور نه شو، د حال په ژبه یې څوک راته وستایل او له چا یې سخته ګیله وکړه.

هوکې!!!
دستاینې محور یې په هغو خلکو راڅرخېده چې دنوموړي په دفاع کې یې سخت کړاوونه وګالل، یرغلګرو ته یې خپلې نازنینې ځوانۍ سپر کړې، هغوی چې اوس هم داشغال پر وړاندې ولاړ دي رښتیا هم دستایلو دي، خو ګیله یې له هغو بې احساسه خلکو څخه وه چې عملاً یې داشغال په حمایت کې زیار وېستلی دی او لا یې دې کار ته دوام ورکړی، هغوی چې دپردیو موجودیت دهیواد او هیوادوالو له پاره اړین بولي دعقل سلیم له نعمته رښتیا هم بې برخې دي.

راځم اصل مقصد ته هغه دا چې د ۲۰۱۷ زېږدیز کال په اپریل میاشت کې امریکایي وحشیانو دننګرهار په اچین ولسوالۍ کې داسې غیر اټومي بم استمال کړ چې کلونه ووتل خو زخم یې ټکور نه شو او نه به ټکور شي، دهغه ځای اوسېدونکي له رنګا رنګو ناروغیو سره لاس او ګرېوان دي، ځمکې یې شاړې او کورونه یې لا هماغسې ویجاړ دي، خو تش په نوم بشردوسته نړۍ ورباندې ګونګه خوله ده، په اصطلاح روشن فکره خلک ویده دي او خیاتان خو هغه دي چې دلایل ورته تراشي.

بیا رغونه یې له همدې در قیاس کړئ، موږ مخکې ویلي و، چې کفار دمسلمانانو سرسخته دښمنان دي، هیڅکله دمسلمانانو دهوساینې له پاره کار نه کوي، بلکې ددوی دربړولو له پاره په نړیواله سطحه کوښښ کوي، غواړي په مسلمانانو خپل نامشروع حاکمیت ومني او خپلې وحشیانه کړنې ورباندې پلي کړي.

په هیوادوالو غږ کوم چې دامریکا دناوړه اشغال پر خلاف یو موټی شي، خپل خلک وپېژني او له پردیو تمه پرېکړي، که داسې ونه کړي ممکن چې له دې حالت نه به بدتر حالت ته ورداخل شي او له سختو کړاوونو سره به لاس او ګرېوان شي.

راځئ! ټپي هیواد ټکور کړو، په امن یې سمسور کړو، وحشیان ترېنه دور کړو، هغه دپښتو متل دی وای په پردي لاس مار مه وژنه؛ نو باید په خپله یې ورغوو تر څو دنورو همسایه هیوادونو سره سیال شي. په همدې هیله.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
,mujahid
میلمه
,mujahid

حسینی صاحب ډیره مننه، هغه څه چه ما غوشتل ځواب درته ولیکم تاسی خبله لیکلی چه د اوسنی زخمونو ټکورولو د پاره سپیڅلی جهاد یواځنی لیار ده کوم چه ویاړلو طالب مجاهدینو پیل کړی او الحمدلله د بریالیتوب په اخری مدارجو کی قرار لری په دی اړه تر دی زیات څه نه لیکو. مګر ستاسی په لیکنه کی په یو څو ټکو به ارزونه ولیکو: لمړی: دا سمه چه مجاهدین د الهی نظام، د خاوری، خلکو، خپلواکی او ناموس مدافعین دی خپله ایمانی دنده یی په ښه وجه ترسره او ترسره کوی تاسی یی هم شتاینه کړی. مګر د غلامانو… نور لوستل »