میسي شپږم وار لپاره نړیواله جایزه په خپل نوم کړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۲ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د برسلونا لوبډلې مشهور او نامتو ستوري لیونل میسي د ۲۰۱۸/۱۹م کال نړیواله جایزه ترلاسه کړه او تاریخ یې جوړ کړ.

لیونل میسي د نړۍ لومړی لوبغاړی شو چې د سرو زرو توپ (Ballon D`or) جایزه یې د شپږم وار لپاره هم په خپل نوم کړه.

https://twitter.com/goal/status/1201607608714563585?s=20

۳۲ کلن میسي یاده جایزه په لومړي وار لس کاله وړاندې په ۲۰۰۹م کال کې ګټلې وه، چې په ۲۰۱۰، ۲۰۱۱، ۲۰۱۲ او ۲۰۱۵م کالونو کې یې هم ګټونکی و، اوس یې په ۲۰۱۹م کال کې شپږم وار ګټونکی شو.

نوموړي د لیورپول لوبډلې هالنډي لوبغاړی ورجل وندایک او پرتګالي لوبغاړی کریستیانو رونالډو وروسته پریښودل چې په ترتیب سره په دویم او دریم نمبر راغلل، سادیو مانی څلورم او محمد صلاح پنځم مقام خپل کړ.

د یادونې وړ ده چې کریسټیانو رونالډو هم یاده جایزه پنځه واره ګټلې ده خو لیونل میسي د نوموړي ریکارډ مات او یو وار بیا د نړۍ غوره لوبغاړی وټاکل شو.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د