افغانستان

عبدالله عبدالله له مایک پمپیو سره په ټاکنو غږېدلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۲ لیندۍ، ۱۳۹۸ل):  د ګډ حکومت اجرائیه رییس «عبدالله عبدالله» د امریکا د متحده ایالاتو د بهر نیو چارو له وزیر «مایک پمپيو» سره په افغان سوله او ټاکنو غږېدلی.

له اجرائيه ریاست څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کاږي، چې په دې تلیفوني خبرو کې افغانستان ته د ولسمشر ټرمپ د سفر، افغان سولې او ټاکنو اړوند موضوعاتو باندې بحث شوی.


مایک پمپیو داسې مهال له عبدالله عبدالله سره غږېږي، چې ولسمشریزې ټاکنې او پایلې یې تر بل هر وخت جنجالي شوې او ټاکنیز ټیمونه له یو بل سره په جنجال اوښتي.

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټیم د اشرف غني په مشرۍ د «دولت ساز» ټیم تورنوي، چې په تقلب یې لاس پورې کړی او ټاکنو کمېسیون یې د تقلب په لاره کې تر څنګ درولی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x