
ارګ: نوماندان دې د «ملي مشارکت حکومت» طرحه نه جوړوي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۲ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه، چې د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو شورا تېرې شوې ټاکنې له درغلیو ډکې وبللې او ټینګار یې وکړ، چې باید د ملي مشارکت ټاکنیز محوره حکومت جوړ شي؛ ارګ یې په غبرګون کې ویلي، نوماندان دې دا ډول طرحې نه جوړوي.
د ارګ ویاند «صدیق صدیقي» په همدې تړاو په خپل ټویټر لیکلي « په دې ورځو کې ځینې شورا ګانې د ټاکنیز محوره ملي مشارکت د حکومت جوړولو طرحې وړاندې کوي، کومې چې د اساسي قانون سره په څرګند مخالفت کې واقع دي او نوماندان دې د افغانستان د خلګو ارادې ته احترام ولري.»
د صدیقي په قول، د افغانستان خلګو د جمهوریت د دوام په موخه د رایو صندوقونو ته تللي، خپله اراده یې تمثیل کړې او په شاه نه ګرځي.
(1/2) در این روزها، برخی شوراها طرحهایی را زیر نام «حکومت مشارکت ملی انتخابات محور!؟» عنوان کرده اند که در مخالفت صریح با قانون اساسی کشور قرار دارد.
نامزدان انتخابات گذشتهی ریاست جمهوری، بایست به اراده، تصمیم و جایگاهی را که مردم برای شان برگزیده اند، احترام قایل شوند.— Sediq Sediqqi 🇦🇫 (@SediqSediqqi) December 2, 2019
ارګ وروسته له هغه د نوماندانو طرحه هوایي بولي، چې د ولسمشریزو ټاکنو نوماندانو تېره ورځ په یوه ناسته کې ټينګار وکړ، چې تېرې ټاکنې ګټونکی نه لري او باید د ملي مشارکت حکومت رامنځته شي.