د امریکا دفاع وزیر: په افغانستان کې د خپلو عسکرو شمېر په ډاډ سره راکمولای شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۲ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د امریکا د متحده ایالاتو دفاع وزیر «مارک ایسپر» وايي، په بشپړ ډاډ کولای شو، په افغانستان کې د خپلو عسکرو شمېر را کم کړو؛ خو دا معامله له طالبانو سره په کېدونکي احتمالي توافق پورې اړه نه لري.

مارک ایسپر له «رویټرز» خبري اژانس سره په خپله مرکه کې ویلي « موږ په بشپړ ډاډ سره کولای شو، په افغانستان کې د خپلو عسکرو شمېر را کم کړو او په دې باوري یو، چې یاد هیواد بیا ځلې د تروریستانو په ځاله نه بدلېږي، زموږ متحدینو هم ورته پرېکړه کړې.»

د ایسپر په قول، په افغانستان کې د شته بهرنیو عسکرو شمېر راکمول د طالبانو سره په احتمالي توافق پورې اړه نه لری.

ایسپر داسې مهال له افغانستان څخه د بهرنیو عسکرو د احتمالي ویستلو خبره کوي، چې څو ورځې وړاندې د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» افغانستان ته د خپل نا اعلان شوي سفر په مهال څرګنده کړه، له طالبانو سره یې د سولې خبرې روانې کړې او هغوی معاملې ته تیار دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

د نړی د خونړی انسانانو خونړی جنګونه د یو منظم پلان او دجالی جنګونه دی د الله ج د ارادی له مخی دی او هغه دا چه : الله ج ټول مخلوقات فنا کوی یواځی چه تلپاتی به وی هغه خالق لایزال دی . زمکه چه د زوندو ستوری یی هم بولی ، د یو مشخص وخت د پاره زوند لری او د هغه ژوند دوری د پوره کولو د پاره یی ورته ځانګړی وسایل او عوامل مخکی له مخکی ټاکلی چه یو یی هم دا ساینس او دجالی تکنالوژی ده دغه تکنالوژی اوج ته رسیدلی او ډیره برخه یی… نور لوستل »