د «فاکس نيوز» تلويزوني شبکې د سياسي چارو کارپوهې او د «منهاتن» څېړنيز مرکز محققې جوديت ميلر

فاکس نيوز: ټرمپ له طالبانو سره د سولې او اوربند خبرې يوازې د ټاکنيزو تبليغاتو لپاره کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۲ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو د تبليغاتي کمپاين په موخه له طالبانو سره د سولې او اوربند خبرې کوي.

دا څرګندونې د «فاکس نيوز» تلويزوني شبکې د سياسي چارو کارپوهې او د «منهاتن» څېړنيز مرکز محققې جوديت ميلر کړي او وايي، ټرمپ هڅه کوي د دې تبليغاتي کمپاين په مرسته خپله بهرنۍ تګلاره بريالۍ او له لاسته راوړنو ډکه وښيي.

ميرمن ميلر وايي، د سولې په اړه د ټرمپ څرګندونې يوازې د ټاکنيز کمپيان برخه ده، په داسې حال کې، چې دوه مياشتې مخکې نوموړي له طالبانو سره د سولې خبرې لغوه کړې او له هغه وخته راهيسې د افغانستان وضعيت کې کوم بدلون نه دی راغلی.

د جوديت ميلر په وينا ټرمپ په دې لټه کې دی، تر څو د بهرنۍ تګلارې د بريا لپاره داسې څه ترلاسه کړي، چې د خلکو نظر د خپل ځان لپاره ور واړوي او د اوربند په اړه د هغه څرګندونې هم د طالبانو له لوري رد شوي او بې ځایه بلل شوي دي.

دغه امريکايي کارپوهه وايي، د افغانستان له پنځوس سلنه زياته خاوره اوس هم د طالبانو په واک کې ده، د دوو مياشتو زيات وخت په تېرېدو لا هم د ولسمشريزو ټاکنو پایلې نه دي معلومې او حتا په خپله اشرف غني د افغانستان له بشپړ وضعيته ناخبره دی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
نواب
میلمه
نواب

ما هم داسی فکر کاوه چه دسولی دا خبری به کمپاینی شکل ولری،ترسو خلک تیرباسی او ده ته رایه ورکری.خو طالبانوته پکار دی چه پدی باندی جدی غور وکری،هسی نه چه دطالبانو وخت او مرری ترری بی زایه ضایع شی،اوبیابه خلک پیغورهم ورکوی.والله مستعان

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

دا ترمپ نه دی ، نظم نوین جهانی ( نړیوال یهودی استعمار ) د امریکا اصلی پلان جوړونکی ، تصمیم نیونکی یعنی د حکومت اصلی لوړپوړی چارواکی دی، ریس جمهوران چه مقررییږی کیدی شی د هغوی غړیتوب ولری او یا ونه لری مګر د امریکا دننه او بارنی عمده پالیسی د نظم نوین جهانی له خوا جوړیږی او د وخت د حکومت به واسطه تطبیقیږی هو، د هری وخت د شرایطو او پلانو له مخی د امریکا جمهور ریس له مقری دمخه ارزوی چه د دی وخت شرایطو د پاره مناسب دی که نه دی مثلا بوش د ګور او… نور لوستل »