
بې تاج باچا
حفیظ الدين پيرزاده
دوستانو د شخصي پیغامونو له لیارې را څخه وغوښتل د خالد او ملالۍ پر سیکسي ډائیلاگ یو طنز وکاږم خو زہ حیران یم پر طنز څرنگ طنز ولیکم؟!
ھغه مکالمه خو پخپله په مجموع کې داسې یو طنز دی چې قدرت زموږ له ټولنې سرہ او یا زموږ پر ټولنې پورې کړی!!
تر دې به بل ستر طنز څه وي چې ووایو خالد زموږ د دفاع وزیر دی او یا و وایو ملالۍ په پارلمان کې زموږ استازې وہ؟!!
د یوہ ھیواد دفاع وزیر د ھغه وطن بې تاج باچا وي خو زموږ ھغه بیا ورسرہ بې دغه ھم دی.
وایي کوم ځای د ډیرو ھیوادونو د دفاعی لوړ پوړو چارواکیو غونډہ وہ، تر غونډې پس د گروپي تصویر نیولو پر مھال، خالد په منځ کې حیران ولاړ و!
دا تصمیم نیول ورته ستونزمن و چې د ښځو په کتار کې ودریږي که د سړیو!
که زہ ھلته وای، نو د سړیو په کتار کې مې نه پریښود!
ورته ویل مې: ستا یې له سړیتوب سرہ څه؟!
ویل کیږي د سر وھلو او سنگر نیولو تر ببو لالې څو ورځې وړاندې د امریکې سفیر جان بس ھغه او مفکر صیب خپلې قدمبوسۍ ته غوښتي و، د تالاشۍ پر مھال د سفارت ساتونکي امریکایي عسکر پوښتلي و: که وسله درسرہ وي، ھمدلته یې زموږ سرہ پریږدہ، د بیرته تگ پر مھال به یې بیرته درکړو!
خالد مفکر ته ویلي و: جناب ریس صیب! تاسې دې عسکر ته په انگریزۍ ژبه ووایاست: زما څخه وسله ډیرہ مودہ وړاندې طالبانو کوزہ کړې، موږ سرہ نه وسله شته او نه یې متعلقات!
خو ریس صیب! دا خبرہ لږ په انسانیت ورته وکړہ! په انگریزۍ کې چیغې و نه وھې، دا امریکایان ډیر بې پروا مخلوک دی، ھسې نه چیغه دې پرې بدہ ولگي او کومه کلکه عسکري څپیړہ دې کش کړي!
د بیرته راتگ پر مھال غني ورته ویلي و: امریکا د نړۍ ستر طاقت دی، تیکنالوجي یې د آسمان سرہ خبرې کوي. زہ به تا ھلته واستوم چې د ھغه ځای ډاکټران تا پر پلاستیکي وسلې سمبال کړي.
خالد ځواب ورکړی و: د امریکا پر طاقت ما ھم ایمان راوړي، خو ټیکنالوجي یې تر دې دمه تر پلاستیکي کولمو را رسیدلې تر ھغو اخوا نور شیان لا نه شي جوړولای، کنه طالبانو د ھغوی ډیر عسکر ھم بې وسلې کړي او ھغوی لا په امریکا کې داسې گرځي لکه زہ چې د ارگ د پیغلو په غویمنډ کې!!
د ملالۍ په اړہ به یواځې دومرہ وایم چې زہ له پیله پوھیدم ھغه به الله عزوجل په شرمونو شرموي.
ھغې یوہ ورځ د علمای کرامو په خلاف سپکه خوله خوځوله!
د الله تعالی حکمت دی، ما ډیر داسې کسان لیدلي چې علماو ته یې سپکې سپورې ویلي او بیا الله تعالی داسې ذلیل او رسوا کړي چې مکوہ پوښتنه!
د خالد او ملالۍ دغه عشقي مکالمه اصلي دہ خو ماته بیا ھم جوړہ شوې ښکاري!
ښائي اصلي طراح یې پخپله ارگ وي!
ارگ تل ھڅه کوي چې خپل جمبوریان په یوہ نه یو رنگ د ولس په سترگو کې وځلوي، اتلان ترې جوړ کړي چې په امریکا کې د ټامي محب طمطراق، او د ماشوم سادات د تورو شیشو کیسې یې ښې بیلگې دي!
ښایي دا ډرامه ھم له خپلو اصلي کردارونو سرہ د ارگ داسې یوہ ھڅه وي چې پر مټ یې د خپل بې دفاع وزیر د نر ثابتولو لپارہ نندارې ته وړاندې کړې وي، والله اعلم!!
په ھر حال، زہ بیا ھم اسدالله خالد ته، د خپل لغماني چل پر مټ، یوہ ځانگړې مشورہ لرم. ھغه دې د نوم شاتنې برخه ( یواځې د نوم ) له خالد څخه پر خالدې واړوي؛ سړیو ته دې وایي اسد یم او ښځو ته دې ځان پر بي بي خالدې ور پیژني او په دغه وسیله به په دواړو غیر متجانسو او متضادو گروپونو کې سرې سترگې گرځي، ھسې ھم په ھغه کې نسوانیت تر ښاغلي سیما ثمر صیب لا ھم په مراتبو ډیر دی!!
گل اغا جان شیرزی بقلم خود شاھد است!!
جوړ تازه،
پیر زاده ته،
افغان دولت وزیران کا بی تاج پادشان دی ، طالیبان چارواکو بیا بی وطنه شهزادګان دی،ا
و دا سندری زمزمه کوی،
کډی په شاه خو ګرځوونه ،،،،،،،،،،د باران شپه ده،،،،،،،،د بیابان شپه ده،،،،
د پنجاب ګرمی مو سوزوینه،،،،،،،
موږ عام ولس ته د بی وطنه شهزادګانو،،او بی تاج پاچاهانو هیڅ فرق نشته،،
##د پیرزاده صیب حقایقو لکه چې په زړه ښه سوری سوری کړي. هههههه
ګوره غمییه،خوله په ځای ښوروه،که چیرې ته د دی ولس سړی یي نو ولی د ولس ریښتنې بچیانو(طالب مجاهدینو) ته بد و رد وایي.هیله مند یم د خپل اسلامې ضد دریځ نه واوړی، په دی کې به دی خیر وي.
جوړ تازه،
عبدالروف عالم ته،
زما تبصره د پنجاب او امریکا غلامانو (دولت او طالیبان)ته مستیقما راجع ده،دواړه غلامان دی،او دا خبره کړل د اسلام ضد دریځ نه دی،
لمر په دوه ګو تو نه پټیږی،
اسلام مقدس دین دی،الله ج ټولو انسانانو لپاره رالیږلی دی،
طالیبان یوه سیاسی ډله ده ،چین ،روسیه،ایران،پاکستان یی ملګری دی،
پوښتنه؟
ایا څوک چه طالیب ته رد بد ووایی دا د اسلام دین ضد دریځ دی؟خپل کار د کوه،
د اسلام مقدس دین څخه بی ځایه استفاده مه کوی،اسلام کی قتل قتال،دهشت،تشد د نشته
بی ځایه سترګی مه برګوه،
زه بیځایه سترګې نه برګوم، خو ستا برګو سترګو ته حیران یم، چې د کابل غلام اداره او د هیواد اصلې بچیان( طلبا کرام) په یوه تله کې تلي، یعنی دواړه غلامان دي، که چيری دواړه خواوی غلامان یې ، نو بیا ته ولی کرار ناست يې ، اوچت شه او د توپک په وسیله د غلامانو مقابله وکړه، نه دا چې د سړک په غاړه ناست یې کله یوه مومن ته ښکنځل کوی او کله بل ته. او بل دا چې طالبان یو سیاسې ډله نه بلکه اسلامې امارت ده، چې دا اتلس کاله د دین او د هیواد… نور لوستل »
غميه،،، ته هم لکه چې له مفعول اسد خالد سره مشترک مخرج لرې،،، هههههه
غوربندی وروره،سلامونه او ښې هیلې.ډیر وخت کیږې چې تبصري نه کوی الله دی روغ لره.د پورتنې سړې په برخه کې نظر دی بالکل په ځای ده.ښه ژوند درته غواړم.
ښاغلی عبدالرؤف وروره
هيله ده زما ځوابي سلامونه او درنښت ومنی
ستاسو د پوښتنې او ارادتمندی منندوی يم
تاسو ته هم له عافيت او خوښیو ډک او نيکمرغه ژوند غواړم، ښاد او اباد اوسی وروره
اصلا د دې خلقي ذيروح صاحبانو لکه غمي ، اجمل ، عبدالله و الوانهم د پوچو تبصرو په لوستلو مې خوا ګرځي.
ان شاءالله مثبتې تبصرې به جاري ساتم او په ضمن کې به ددې اجرتي سورڼيو رټلو ته کار وايم.
پیرزاده صاحب ، ډیره مننه
د ملالی او خالد د سکس داستان باید د خالد بیچاره له خصی کیدو د مخه نشر او خپور شوی وی کله چه طالبانو سنت هم نه خصی کړو ، دا داستانونه پسی د هغه د لا توهین د پاره راووتل چه د ملالیو د سکس وړتیا او پیاوړتیا نوره نه لری