په ماشومانو کې د سردردۍ لاملونه او حل لارې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۲ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د سر درد رنځ په ماشومانو کې یو له عامو ډولونو څخه دی چې لاملونه یې د څټ او اوږو ترمنځ عضلاتو باندې فشار، زیاته موده تلویزون یا ځيرک توکو ته کتل، نه ګرځېدل، ذهني فشار چې د ځورونې له کبله رامنځته کیږي، دي.

د جرمني یوه پوهه ډاکټره «جورډن جوسراو» وایي، د سر دردۍ اوږدیدو پرمهال ژر تر ژره باید ډاکټر ته رجوع وکړل شي، یا ماشوم پرینښودل شي تر څو د ژوند خپل نورمال حالت سره ورزش وکړي، له ښوونځي د زیات غیابېدو مخه یې ونېول شي او په یوه ډول دې زده کړې یا د درسونو تکرار راکم کړي.

دغه راز یاده ډاکټره سپارښتنه کوي چې هغه مهال دې هم ماشوم ډاکټر ته وښودل شي کوم وخت چې د سردردۍ ترڅنګ د زړه خرابوالی، قۍ، په لید کې ستونزې، د شور او رڼا سره حساسیت لرل پیدا کړي، دغه نښې دا په ډاګه کوي چې ماشوم ته د نیمه سردردۍ ناروغي ده، کومه چې له عامې ناروغۍ څخه خطرناکه ده.

کولای شئ د ماشومانو د سردردۍ مخنیوی د منظم تمرین، فعالیت او حرکت کول، په ځانګړي ډول هغه ورزشونه چې زور ازمایښتوي لکه لامبو وهل، سایکل چلول، تګ کول، منډه وهل یا د راحت کولو تخنیکونه لکه یوګا کول، او ددې سربېره دې ماشوم له مبایل یا معلوماتي ټکنالوژۍ څخه لرې وساتل شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د